د بشر حقونو کمېسیون: د تاوتریخوالي زیاتېدل د سولې خبرې زیانمنولای شي

قطر کې د بین الافغاني خبرو د پرانیستغونډې یو انځور

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وایي، د تاوتریخوالي زیاتېدل، په قطر کې د سولې خبرې زیانمنولای شي.

دغه اندېښنه داسې مهال ښودل کېږي چې پرون له بېلابېلو ولایتونو د لسګونه ملکیانو او ځینو دولتي چارواکو د وژل کېدو او ټپي کېدو راپورونه ورکړ شول.

د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون وایي، د سولې له خبرو سره همهاله د تاوتریخوالي دوام د اندېښنې وړ دی او دا خبرې زیانمنولی شي.

د دغه کمېسیون د نشراتو مشر ذبیح الله فرهنګ له ازادي راډیو سره خبرو کې هیله څرګنده کړه چې ښکېلې ډلې د تاوتریخوالي کموالي ته کار وکړي.

ذبیح الله فرهنګ

هغه زیاته کړه: "که څه هم بین الافغاني خبرې پیل شوي دي، خو تاوتریخوالی لا هم ادامه لري، دا د اندېښنې وړ ده، مونږ له دواړو اړخونو غواړو چې د تاوتریخوالي د کمېدو په اړه باید اساسي ګامونه پورته کړي."

کندز، پکتیکا، پکتیا، او بلخ هغه ولایتونه دي چې پرون شنبه ترې د ملکیانو د مرګ ژوبلې راپورونه خپاره شول.

د پکتیکا او کندز پېښې خونړۍ یادې شوي، د پکتیکا امنیه قومندانۍ ویاند شا محمد ارین وایي، جاني خېلو ولسوالۍ کې پر یوه تراکتور چې ورا یې لېږدوله چاودنې شل تنه ټپیان کړي چې ډېر یې ښځې او ماشومان وو.

بل لورته د کندز خان اباد کې د ځایي چارواکو په وینا، هوایي برید پر طالبانو سربېره ۱۲ ملکیان وژلي او له لسو ډېر نور یې ټپیان کړي دي.

دفاع وزارت دغه برید کې د دېرشو طالبانو د وژلو خبره کوي او وایي، د ملکي مرګ ژوبلې ادعا څېړي.

طالبان بیا د ځان د مرګ ژوبلې په اړه څه نه وایي خو زیاتوي، برید پر ملکیانو شوی چې ۲۳ تنه په کې وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان دي.

د بلخ په مرکز مزار شریف کې بیا د ماین چاودنې د شنبې په ورځ یوه نجلۍ ووژله او درې نور ملکیان یې ټپیان کړل.

پرون پکتیکا کې د امنیت امر او پکتیا کې د ولایتي شورا مرستیال هم ووژل شول.

د تاوتریخوالي دا پېښې داسې مهال رامنځته شوي چې قطر کې د افغان دولت او طالبانو استازي هڅه کوي چې دې جګړې ته پای ورکړي.

د دواړو لوریو د تماس ډلې له څو ورځو راهیسې بحثونه کوي، خو خبریال سمیع یوسفزی چې د سولې خبرې له نژدې څاري وایي، خبرې د تمې خلاف ورو روانې دي.

سمیع یوسفزی

هغه وویل: "په بنیادي مسایلو باندې هېڅ پرمختګ نه دی شوی، طالبان اوس هم وایي چې د خبرو پر مهال به د جهاد او امارت نومونه استعمالوي، بل لور ته افغان حکومت وایي چې دا ډول اصطلاحات دوی ته د منلو نه دي، له یوې اوونۍ زیات کېږي چې دوی کوښښ کوي یو حل را وباسي، خو دوی تراوسه نه دي کامیابه شوي چې د بین الافغاني خبرو د ناستې لپاره یو طرزالعمل جوړ کړي."

د افغانستان د مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله او د دولت او طالبانو د مرکچي پلاوو ځینو غړو بیا ویلي، په خبرو کې پرمختګونه شوي او په ډېرو اختلافي مسایلو هوکړې ته رسېدلي دي.

د افغانستان د مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله

د دوحې خبرو ته د افغانانو او نړیوالو شریکانو هیلې دا دي چې څلویښت کلنې جګړې ته پای ورکړي.

چارواکو ویلي، د دوحې خبرې به پېچلې وي، خو دواړو لوریو ټینګار کړی چې له صبر او زغمه به کار اخلي.