د افغانستان د تابعیت په تذکره کې د میندو له نوم لیکنې د علماوو ملاتړ

آرشیف

د افغانستان د تابعیت په تذکره کې د میندو له نوم لیکنې د علماوو ملاتړ.

هرات کې د طالبانو د ډلې د مخکیني غړي د تند اعتراض په دوام، یو شمېر علما په تذکرو کې د مور نوم له لیکلو ملاتړ کوي.

تېره اونۍ پخواني طالب او د افغانستان د ژغورنې د لارې شورا مشر سید اکبر اغا په تذکرو کې د مور نوم لیکل بې ننګي او بې ناموسي وبلله خو یو شمېر دیني علما بیا په تذکرو کې د مور نوم لیکل له شرعیت سره په ټکر کې نه بولي.

دا ورځې د افغانانو په تذکرو کې د مور نوم لیکلو موضوع د افغانستان د روحانیونو ترمنځ ګرم بحثونه رامنځته کړې دي.

د ځینو دیني عالمانو له مخالفت سره سره، یو شمېر عالمانو ازادي راډیو سره مرکو کې په تذکرو کې د مور نوم لیکلو هرکلی کړی.

دوی د ولسمشر محمد اشرف غني له لورې په تذکرو کې د مور نوم لیکل، ښځو او په ځانګړي ډول میندو ته د درناوۍ نښې بولي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني

د دې کار ملاتړی دیني عالم وحیدالله مومند وايي، خوښ دی چې خپلې تذکرې کې د مور نوم لیکي.

هغه وویل: "وحیدالله مومند یم د نعمت الله زوی او د مور نوم مې امنه دی، زه ویاړم چې زوی یې یم، زه یې خپل وجود کې ۹ میاشتې روزلی یم او دوه کاله یې شېدې راکړې دي، پر ما یې شفقت کړی، ما له خوبه پاڅولې، ډېر مزاحمت مې ورته کړی خو پر ما یې شفقت کړی، د خپلې مور امنې لاسونه له لرې ښکلوم."

ښاغلی مومند وايي میندې حق لري چې په خپل هویت وپیژندل شي.

کابل ښار کې د یو جومات خطیب شمس رحمان فروتن هم یو له هغو دیني عالمانو دی چې وايي، په تذکرو کې د مور نوم لیکل شرعي ممانعت نه لري خو ده ده په خبره لیکل یې جدي اړتیا نه ده.

فروتن وویل: "د تابعیت په تذکرو کې د مور نوم لیکلو په اړه زما نظر دا دی چې که لیکل کېږي نو شرعي ممانعت نه لری خو ډېره اړتیا هم نه لیدل کېږي، د تذکرې موخه د شناخت په معنا ده چې مقابل کس ته وپېژنې."

مخکې له دې یو شمېر دیني علماوو له دې ډلې د طالبانو د ډلې پخواني غړي او د افغانستان د ژغورنې د لارې شورا مشر سید اکبر اغا د تابعیت تذکرو کې د مور نوم ذکر کول له بې ناموسۍ سره تشبیه کړې و.

خو مولوي فروتن وايي، ډېر شمېر علماوو، مجتهدینو او صحابه وو د خپلو لورانو او مېرمنو نومونه اخیستي، په دې کار کې هېڅ شرعي ستونزه نشته.

مولوي مومند هم د طالبانو پخواني غړي نظر داسې رد کړی دی: "ټوله نړۍ دې ماته په رسنیو کې د مور نوم اخیستو له امله بې غیرته نوم ووايي، خو امنه مې مور ده او زه پرې ویاړم."

د تېرې اوونۍ پنجشنبې په ورځ د افغانستان ولسمشر د نفوسو د احوالو د ثبت په قانون کې ځینو مواردو کې تعدیل د یو فرمان پر بنسټ توشیح کړ.

خو د ملي شورا یو شمېر غړي او حقوق پوهان وايي، د داسي طرحو تصویب د شورا صلاحیت دی او د د دوی د کار او غوڼدو پر مهال د تقنیني فرمان صادرل غیر قانوني کړنه ده.