سولې وزارت: دوحه کې مرکچي پلاوي د کاري طرز العمل په وروستی کېدو بحثونه کوي

قطر کې د پرانیستغونډې یو انځور

په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو د مرکچي پلاوو د تماس ډلې تر منځ خبرې چې د مذاکراتو په طرزالعل ورټولې دي تر یوه ورځ ځنډ ورسته بیا پیل شوې.

په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمېدو لپاره د هیلو سترګې بین الافغاني مذاکراتو ته وراوړي، هغه مذاکرات چې لا یې طرزالعمل نه دی ورستی شوی.

د قطر په پلازمېنه دوحه کې د سولې د بین الافغاني خبرو د پیل لپاره پرانیستونکي غونډه د تېرې جمعې په ورځ وشوه او ټاکل شوې وه چې د تېرې دوشنبې په ورځ رسمي خبرې پیل شي خو له اوونۍ تېرېدو ورسته لا د خبرو په طرزالعمل خبرې نه دي وروستۍ شوي.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویاندې ناجیې انوري د شنبې په ورځ له دوحې ازادي راډیو ته وویل، چې له یو ورځني ځنډ وروسته به نن بیا یو ځل بیا د دواړو خواوو له پلاوو جوړه د تماس ډله د کاري طرز العمل په وروستی کېدو بحثونه وکړي.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري

هغې زیاته کړه: "پرون جمعه وه دواړو ټیمونو په خبرو کې وقفه درلوده، نن د تماس ډله له سره مجلسونه پيلوي، د کاري طرزالعمل په پاتې مواردو به وروستي بحثونه ولري."

دا چې د بحث اصلي موارد به څه وي، اغلې انوري یې په اړه زیات جزئیات ورنه کړل.

خو دا چې دا خبرې پیل شوې که نه، سرچینو له پوښتنو سره سره په دې اړه ازادي راډیو څه نه دي ویلي.

تېره اوونۍ د افغان دولت مرکچي پلاوي یو غړي د موضوع د حساسیت له کبله د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته ویلی و، چې، په طرزالعمل کې لا هم په ځینو مواردو جدي اختلاف موجود دی.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني یو ځل بیا په طالبانو غږ وکړ، چې د جګړو او تاوتریخوالي د کموالي لپاره اوربند وکړي هغه غوښتنه چې مخکې هم په وار وار شوې خو طالبانو نه ده منلې.

ښاغلي غني دا غوښتنه د پکتیا د ولایتي شورا د مرستیال ایوب غروال د وژل کېدو په تړاو نن له ارګ نه په خپره شوې اعلامیه کې کړې ده.

په اعلامیه کې راغلي: "جمهور رییس د هېوادوالو د خوندیتوب، د تاوتریخوالي او تروریستي بریدونو د مخنیوي او مطلوبې پایلې ته د سولې مذاکراتو د رسېدو په موخه چې د تلپاتې او باعزته سولې تامین دی یو وار بیا پر طالبانو غږ وکړ چې بشري، سراسري او دایمي اوربند چې زموږ د افغانستان د خلکو، حکومت او نړیوالو غوښتنه ده، ومني."

په ورته وخت کې د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مرستیال عزیزالله دین محمد په قطر کې د افغان حکومت او طالبان د مرکچي پلاوو د تماس له ډلې غواړي، چې په طرز العمل کار ژر وروستی او په اجنډا بحثونه پیل کړي.

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مرستیال عزیزالله دین محمد

هغه وايي: "مهمه داده چې په اجنډا بحث وشي، طرز العمل باید ژر وروستی شي، څومره چې خبرې ځنډېږي، ورسره جګړې زور اخلي، خلک په تشویش کې اچوي، دوی تمه لري، خبرو کې باید جګړې را کمې شي."

خو د دغه بهیر د ژر بشپړېدو په اړه د هیلو او غوښتنو سره سره سره دا معلومه نه ده چې په دوحه کې به د افغان حکومت او طالبانو د مرکچي پلاوو تر منځ د خبرو پر طرز العمل او اجندا بحثونه نور څو ورځې وخت ونیسي او رسمي خبرې به په کومه نېټه پیل شي.