د پکتیا د ولایتي شورا مرستیال ووژل شو

د پکتیا د ولایتي شورا مرستیال ایوب غروال

د پکتيا والي محمد حلیم فدایي ازادي راډیو ته وویل، چې د دې ولایت د ولايتي شورا مرستیال ايوب غروال نن سهار پنځه بجې په يو وسله وال بريد کې ووژل شو.

د ده په وینا نامعلومو وسله والو د پکتيا د ولايتي شورا پر غړي ايوب غروال ډزې کړې، چې لومړی ټپي یې او وروسته يې روغتون کې ساه ورکړه.

د پکتیا والي وایي پېښه نن سهار هغه مهال رامنځته شوه، چې نوموړی له دفتره د پوهنتون پر لور روان وو.

نوموړي وایي، ټولو امنیتي او کشفي ادارو ته یې امر کړی، چې د پېښې عاملین پیدا کړي.

تر اوسه د دې بريد مسئوليت کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.