د امریکا د استازیو جرګې ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ته لیک لېږلی

ولسمشر غني او د ملي مصالحې د عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله

د امریکا د استازیو جرګې د بهرنیو چارو کمېټې افغان ولسمشر اشرف غني او د ملي مصالحې د عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله ته په یوه لیک کې اندېښنه ښودلې چې افغان ښځې امنیت نه لري.

د کمېټې ډیموکراټ مشر ایلیوټ انګل او د لږکیو جمهوري غوښتونکو مخکښ مایکل مککال لیکلي چې نور نو له افغان مخکښو ښځو، نجونو، میندو او خویندو سره تاوتریخوالی دوام نه شي کولای.

په دې لیک کې چې یوه کاپي یې د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته رسېدلې زیاته شوې چې د سولې په خبرو کې د افغان دولت په ټیم کې د ښځو موجودیت یوه مثبته خبره ده خو باید دا یقیني شي چې ښځې د افغانستان په راتلونکي کې یو مهم رول لوبوي.

د جمعې په ورځ په کابل کې د امریکا سفارت هم خبرداری ورکړی و چې ترهګرې شبکې پر مختلفو اهدافو په ځانګړې توګه ښځو خپلو بریدونو ته دوام ورکوي.

سفارت پر خپله ویبپاڼه لیکلي چې دغه ګواښ دولتي کارکوونکو په ځانګړې توګه ښځو، ښوونکو او د بشري حقونو فعالانو ته متوجه دی.