دفاع وزارت: طالبانو د سولې د خبرو له پیلېدو وروسته خپلو حملو ته زور ورکړی

طالبان

د تېرو څو ورځو له نښتو وروسته د افغانستان دفاع وزارت وايي چې طالبانو د سولې د خبرو له پیلېدو وروسته خپلو حملو ته زور ورکړی.

د افغانستان د دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان پرون پنجشنبه ازادي راډیو ته وویل چې افغان دفاعي امنیتي ځواکونو په فعال دفاعي حالت کې هم طالبانو ته درنه مرګ‌ژوبله اړولې ده.

هغه زیاته کړه: "د افغانستان دفاعي-امنیتي ځواکونه د سولې پروسې ته د درناوي لپاره په فعال دفاعي حالت کې د خپل ځان او خپلو خلکو د دفاع په خاطر د طالبانو حملې شنډوي او هغوی ته درنه مرګ‌ژوبله هم اړوي. د طالبانو په مرګ‌ژوبله کې هم زیاتوالی راغلی دی."

د افغانستان د دولت او طالبانو پلاوو د وږې په ۲۲مه، په قطر کې د سولې خبرې پیل کړې، خو له همغې ورځې راهیسې په بېلابېلو ولایتونو کې درنې جګړې وشوې چې په ترڅ کې درنه مرګ‌ژوبله هم پېښه شوې ده.

پرون د ننګرهار ولایت چارواکو د طالبانو او دولتي ځواکونو په نښتو کې د ۲۰ دولتي سرتېرو او ۲۹ طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړ.

په کندز، تخار او نورو ولایتونو کې هم دولتي سرتېري، طالبان او ملکي وګړي وژل شوي دي.