کابل او لغمان کې د انتحاري حملې مخه ونیول شوه

ارشیف

د افغانستان ملي امنیت عمومي ریاست وايي په کابل او لغمان کې يې د انتحاري حملې مخه نیولې ده.

د ملي امنیت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې د عتیق‌الله په نوم یو ځوان چې د پېښور په شمشتو سیمه کې يې دیني زده‌کړې کړې وې د کابل د ۱۷مې حوزې په اړوند سیمه کې د ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو له لوري ونیول شو.

په اعلامیه کې راغلي دي نیول شوی کس چې په شمشتو کې د فاتح په نوم د یوه سیمه‌ییز طالب قوماندان له لوري د پېښور تیرا سیمې ته د نظامي زده‌کړو په هدف استول شوی او له زده‌کړو وروسته د انتحاري حملې لپاره افغانستان ته راستول شوی وو.

د اعلامیې په اساس نیول شوي کس غوښتل چې په کابل یا هم لغمان کې پر افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو انتحاري حمله وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې اوس‌مهال د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو د مرکچي پلاوو ترمنځ د سولې خبرې اترې روانې دي.

وسله‌والو طالبانو لا تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.