خالد: دښمن دې د پنجاب په فرمایش د افغان اردو د له‌منځه وړلو خوب نه‌ویني

د ملي دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد

د ملي دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد وايي، افغان ملي اردو به اجازه ورنه‌کړي چې په تېرو لاسته راوړنو معامله وشي.

ښاغلي خالد چې نن‌یې افغان هوايي ځواک سره د امریکا متحده ایالاتو له‌خوا د څلورو «A-29» سوپر ټوکانو الوتکو د مرستې په مراسمو کې خبرې کولې وویل، افغان اردو اوس د خپل هېواد له ارضي تمامیت په بشپړه توګه دفاع کولای شي او دا یې ثابته کړې هم ده.

ښاغلي خالد د سولې خبرو ته په اشاره وویل، دښمن دې د پنجاب په فرمایش د افغان اردو د له‌منځه وړلو خوب نور نه‌ویني.

هغه زیاته کړه: "د دې جګړې موخه، زموږ له خاورې ساتنه ده، زموږ له ارزښتونو ساتنه ده، له هغو ارزښتونو څخه ساتنه ده چې په تېرو دوو لسیزو کې مو ترلاسه کړي دي. نور باید دښمن دا خوب له ذهنه وباسي چې د پنجاب په فرمایش د افغانستان اردو، لکه څنګه چې یو ځل د دې بدې صحنې لیدونکي وو، بیا له‌منځه یوسي، په هېڅ قیمت، په داسې حال چې د بین‌الافغاني خبرو څخه ملاتړ کوو، ولې د ټولو ارزښتونو د ساتنې په شرط."

ښاغلي خالد دا هم وویل چې سوله تېر ته د ستنېدو په معنی نه‌ده او نه به هم اجازه ورکړل شي چې افغان مېرمنې د تېر په څېر په لوبغالو کې په قمچینې ووهل شي.

د ملي دفاع سرپرست وزیر د افغانستان هوايي ځواک نسبت نورو کلونو ته پیاوړی وباله او زیاته‌یې کړه، له نویو الوتکو به د افغانستان د دفاع په برخه کې ګټه واخیستل شي.