د جاپان پارلمان نوی صدراعظم وټاکه

د جاپان نوی صدراعظم یوشیدې سوګا

د جاپان د پارلمان استازو یوشیدې سوګا د دې غه هېواد د صدراعظم په توګه وټاکه.

سوګا نن د جاپان پارلمان ته ولاړ او د دواړو مجلسونو د باور رایې یې ترلاسه کړې.

پخوانی صدراعظم شینزو ابې تېره میاشت د ناروغۍ له کبله له دې دندې استعفی وکړه.

تمه ده یوشیدې سوګا نن د جاپان د امپراطور ناروهیتو په شاهي ماڼۍ کې له خپلې کابینې سره لوړه پرځای کړي.

۷۱ کلن سوګا خپلو خلکو ته ژمنه ورکړې چې د اقتصادي اصلاحاتو د پروګرام په ګډون به د مخکینې ادارې اجنډا تعقیب کړي.