د افغانستان د اقتصاد د راټیټېدو وړاندوینه تائید شوه

د کابل ښار یوه څنډه

د افغانستان د اقتصاد وزارت د اسیا پراختیايي بانک راپور تائيدوي، چې په کې ویل شوي ښايي په روان میلادي کال کې د افغانستان اقتصاد منفي پنځه سلنې ته راټیټ شي.

د دغه وزارت ویاند ویاند سهراب بهمن ازادي راډیو ته وویل، چې په افغانستان کې د بېکارۍ کچې، د کرونا ویروس او امنیتي او سیاسي مسایلو د حکومت پر عوایدو منفي اغېز کړی دی.

هغه زیاته کړه: "د اسیا پراختیايي بانک راپور تائیدوو، زمونږ وړاندوینې هم دا وي چې ۴ سلنه به د افغانستان اقتصاد راټيټ شي، عوامل مو یاد کړل، خو هیله مند یو چې د راتلونکي کال اقتصاد مثبت وي."

د اسیا پراختیایي بانک په یوه تازه راپور کې ویلي، ښايي په روان میلادي کال کې د افغانستان اقتصاد د کرونا ویروس او نورو امنیتي او سیاسي ننګونو له امله منفي پنځه سلنې ته راټیټ شي.

په راپور کې راغلي دغه لاملونه هغه څه دي چې د افغانستان په اقتصاد منفي اغېز کولی شي او داخلي ناخالص تولیدات به یې منفي پنځه سلنې ته ورسوي.

خو په افغانستان کې د اسیا پراختیايي بانک مسؤل ویلي، که د سولې روانې خبرې یوې مثبتې پایلې ته ورسېږي نو راتلونکي میلادي کال کې به پر اقتصادي وضعیت کې د پام وړ ښه والی راشي.

د ده په خبره د کرونا ویروس اه امله د سوداګریزو لارو بندیدلو د افغانستان پر اقتصاد منفي اغېز کړی دی.