کابل چاپ ورځپاڼو تر ډېره د سولې خبرو د ځنډېدو په تړاو لیکلي دي

کابل ورځپاڼې

کابل چاپ ورځپاڼو په نننیو ګڼو کې تر ډېره د سولې خبرو د ځنډېدو په تړاو لیکلي دي.

  • مسیر

مسیر ورځپاڼې نیوکه کړې چې په قطر کې د طالبانو او حکومت د تماس ډله لا هم نه‌ده بریالۍ شوې چې د بین‌الافغاني خبرو پر اصولو، کړنلارې او اجنډا هوکړه وکړي.

سرمقاله کې په اصولو، کړنلارې او اجنډا کې ستونزې ظاهراً اختلافات په ګوته شوي او لیکل شوي چې اساسي ستونزه لا هم پر دې ده چې په خبرو کې څه په اجنډا کې شامل شي او څه نه او ان پر دې هم اختلاف دی چې د بحث لومړنۍ موضوع به څه وي.

د سرمقاله لیکونکي په وینا، حکومتي پلاوی تمایل لري او غواړي چې طالبان اوربند وکړي، خو طالبان د خپلو پاتې بندیانو د خوشې کولو ترڅنګ د اوسني حکومت پر برخلیک بحث غواړي، خو حکومتي پلاوی په سختۍ دې ته حاضرېږي چې د راتلونکي نظام پر څرنګوالي خبرې وکړي او د اوسني حکومت پر برخلیک خو هېڅ ډول خبرو ته نه‌حاضرېږي.

د سرمقاله لیکونکي په باور، طالبان وېره لري، که اوربند وکړي او بیا په خبرو کې پرمختګ ونه‌شي او د دوی غوښتنې ونه‌منل شي، نو دوی به تاوان وکړي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې د مخامخ خبرو ځنډوېدو په تړاو لیکلي، دواړه غاړې د دې ستر لامل د مذاکراتو پر مهال د تګلارې يا طرزالعمل نشتوالی يادوي، خو د سرمقاله لیکونکي په خبره اوس دا تګلاره جوړه شوې ده.

ورځپاڼې لیکلي، اندېښنې ښودل شوي چې طالبان په دې اړه رسماً خبرو ته نه‌حاضرېږي او په وینا یې، همدا د مخامخ خبرو ځنډولو لامل بلل شوى چې له دې سره جوخت طالبانو په افغانستان كې جګړې ته هم زور وركړى.

ورځپاڼې دا هم لیکلي چې ګنې پرون د ورځې په پاى كې په دې اړه د دواړو پلاوو ترمنځ خبرې پلان شوې وې چې پر هغه تګلاره بحث وكړي چې دواړه لوري د يوه او بل پر وړاندې له پاروونکو کارونو او څرګندونو ډډه کوي، يو بل ته درناوی، د مذاکراتو پر مهال د خبرو ترتيب او نوبت، په خپل وخت غونډې ته حاضرېدل او تر خوا يې د مذاکراتو او غونډې اصول په پام کې نیول د دې تګلارې برخه ده او بايد په جدي ډول عملي شي.

ورځپاڼې غوښتنه کړې چې دواړه لوري بايد د سولې لپاره د خلکو انتظار پاى ته ورسوي او په ملي احساس د سولې لپاره تصميم ونيسي.

  • ویسا

ویسا ورځپاڼې بیا د سولې بین‌الافغاني خبرو په تړاو لیکلي چې د وکيلانو او عامو خلکو سره وېره دا ده چې دغه پروسه به د ډاکتر نجیب حکومت د وروستیو میاشتو د ملېشې جوړونې په شان په هېواد کې د ګډوډیو، انارشۍ او بالاخره کورنۍ جګړې لامل شي.

ورځپاڼې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتيار خبرداري ته په اشارې لیکلي چې حکومت لګیا دی د هندوستان په مالي ملاتړ د هېواد په بېلابېلو سیمو کې، د شمالي ولایتونو په ګډون د ملېشې قوتونه جوړوي.

ورځپاڼې ادعا کړې چې دغه پروسه په داسې حال کې په چټکۍ سره روانه ده چې د تېرې شنبې په ورڅ په دوحه کې د سولې لپاره د بین‌الافغاني خبرو پرانیستونکې غونډه وشوه.

ویسا لیکلي، دې خبرې ګڼې اندېښنې راپارولي چې حکومت باید ورته پام وکړي.