جرمني د یونان له پنځو ټاپوګانو ۱،۵۵۳ کډوال قبلوي

پر دې سربېره جرمني ویلي، هغو ۱۵۰ بې‌سرپناه ماشومانو ته هم پناه ورکوي چې د یونان کمپونو کې اوسېږي.

جرمني هوکړه کړې چې د یونان له پنځو ټاپوګانو څخه ۱،۵۵۳ کډوال مني.

دا اعلان وروسته تر هغه کېږي چې په یونان کې د موریا په نوم د کډوالو یو کمپ له اورلګېدنې وروسته ونړېده.

د جرمني د صدراعظمې اړوند کریسټین ډیموکرات ګوند او متحد حزب‌یې پرون هوکړه وکړه چې له یونان سره د پیوستون په هدف د کډوالو ۴۰۸ کورنۍ خپل هېواد کې قبلوي.

پر دې سربېره جرمني ویلي، هغو ۱۵۰ بې‌سرپنا ماشومانو ته هم پناه ورکوي چې د یونان کمپونو کې اوسېږي.

یونان کې د موریا کمپ له سوځېدو وروسته څه باندې ۱۲ زره کډوال بې‌سرپناه شول چې اکثره‌یې د افغانستان، سوریې او افریقا وګړي دي.

د دغې اورلګېدنې په تور پنځه افغان کډوال نیول شوي دي.