تهران د ټرمپ خبرداری استراتېژیکه اشتباه بولي

د ایران حکومت ویاند علي ربیعي

د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر تر خبرداري وروسته تهران وویل، واشنګټن لویه ستراتېژیکه اشتباه کوي.

ډونالد ټرمپ پرون تر هغو راپورونو وروسته چې په‌کې ویل شوي وو، ایران ښايي په جنوبي افریقا کې د امریکا د سفیرې لانا مارکس وژنه پلان کړې وي په ټویټر کې ولیکل: "د امریکا پر ضد د ایران هره حمله به، که په هره بڼه وي، زر برابره په سخته حمله ځواب شي."

په راپورونو کې ویل شوي وو چې ایران ښايي د خپل یوه قوماندان قاسم سلیماني د وژنې په غچ کې دا وژنه یا حمله پلان کړې وي.

خو د ایران حکومت یوه ویاند علي ربیعي نن وویل، د امریکا هر ډول اقدام به د تهران له جدي ځواب سره مخامخ شي.

د ایران د سپاه پاسداران قدس ځواک قوماندان قاسم سلیماني په جنورۍ میاشت کې د امریکا د یوې بې‌پیلوټه الوتکې په حمله کې د عراق پلازمېنې بغداد ته څېرمه ووژل شو.