یونسکو: مظاهرو کې د خبریالانو په وړاندې زور زیاتی خورا زیات شوی

ارشیف، ژورنالېستان

د ملګرو ملتونو فرهنګي اداره یونسکو وايي، سږ کال په مظاهرو کې د خبریالانو په وړاندې د زور زیاتي پېښې «خورا» زیاتې شوې دي.

دغې ادارې پرون په یوه راپور کې وویل، له جنورۍ تر جون میاشتې لږ تر لږه په ۲۱ مظاهرو کې د هېوادونو امنیتي ځواکونو، د خبریالانو له حقونو سرغړونه کړې ده.

د یونسکو په وینا لږ تر لږه په تېرو پنځو کلونو کې په نړۍ کې د خبریالانو په وړاندې بد چلند، د دوی نیول او په وړاندې یې فزیکي زور زیاتی هم زیات شوی دی.

یونسکو وايي له ۲۰۱۵ څخه تر ۲۰۲۰م کاله پورې لږ تر لږه ۱۰ خبریالان د مظاهرو پر مهال وژل شوي دي.