ټرمپ: د ایران هرې حملې ته به سخت ځواب ورکړل شي

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر خبرداری ورکړ، د ایران هرې حملې ته به سخت ځواب ورکړل شي.

ډونالد ټرمپ دا خبره تر هغو راپورونو وروسته وکړه چې په‌کې ویل شوي، ایران په پام کې لري یوه امریکايي ډیپلوماته د ایراني جنرال قاسم سلیماني د وژنې په غچ کې ووژني.

ولسمشر ټرمپ پرون په یوه ټویټ کې وویل: "د امریکا په وړاندې د ایران هره حمله به، که په هره بڼه وي، زر برابره سخته ځواب شي."

د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواک قوماندان قاسم سلیماني په جنورۍ میاشت کې د امریکا د یوې بې‌پیلوټه الوتکې په حمله کې د عراق پلازمېنې بغداد ته څېرمه ووژل شو.

ډونالد ټرمپ لیکلي: "داسې راپورونه شته چې ایران ښايي د ترورېست رهبر سلیماني د وژنې په تړاو کومه وژنه یا حمله پلان کړي."

ځینو امریکايي چارواکو رسنیو ته پرون ویلي وو چې ایران په جنوبي افریقا کې د امریکا د سفیرې لانا مارکس د وژنې پلان لري.

د ولسمشر ټرمپ د تازه څرګندونو په اړه لا ایران څه نه‌دي ویلي.