د زعفران بابا په حق ورسېد

د افغانستان د زعفران بابا محمد اکبر

د افغانستان د زعفران بابا محمد اکبر پرون دوشنبې د ۸۳ کلونو په عمر په هرات کې په حق ورسېد.

محمداکبر له لومړنیو کسانو و چې په ۱۳۷۲ کال کې یې د هرات ولایت د پښتون زرغون ولسوالۍ په ګلمیر سیمه کې زعفران وکرل.

هغه په افغانستان کې د کوکنارو پر ځای د زعفرانو د بدیل کښت په ترویج کې مهم رول ولوباوه.

د نوموړي مشر زوی جلیل احمد ازادي راډیو ته وویل چې پلار یې د مغزي سکتې له کبله مړ شو.

مخکېني ولسمشر حامد کرزي محمداکبر ته د زعفران د بابا د لقب ترڅنګ د وزیر محمد اکبر خان مډال هم ورکړ.