د ناټو ملکي استازی: د طالبانو زیات شوی تاوتریخوالی د منلو نه‌دی

په افغانستان کې د ناټو ملکي استازی سټېفانو پونتې کورفو د افغان ولسمشر له لومړي مرستیال امرالله صالح سره ولیدل

په افغانستان کې د ناټو ملکي استازی وايي، په وروستیو ورځو کې د طالبانو زیات شوی تاوتریخوالی د منلو وړ نه‌دی.

سټېفانو پونتې کورفو د دوشنبې په ورځ (د وږې په ۲۴مه) پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې د افغان ولسمشر له لومړي مرستیال امرالله صالح سره‌یې ولیدل او ورته‌یې وویل چې طالبان باید خپل تاوتریخوالی کم کړي او له سیاسي لارې د بحران د حل په اړه دې خپله ژمنه پوره کړي.

ده په خپل ټويټ کې همداراز ټينګار کړی چې اړتیا ده ټول د جمهوریت تر نوم لاندې د سولې په بین‌الافغاني مذاکراتو کې یو موټی شي.

د ناټو ملکي استازي همداراز ویلي چې د یووالي نشتوالی طالبان پياوړي کوي.

ده پر عزتمنه سوله ټينګار وکړ چې د افغانانو د ۱۹ کلونو لاسته راوړنې خوندي کړي.