د قطر مذاکرات او په افغانستان کې د ډیموکراسۍ راتلونکی

قطر کې د بین الافغاني مذاکراتو د پرانیستغونډې یو انځور

نن د سپټمبر ۱۵ مه، په نړۍ کې د ډیموکراسۍ ورځ ده.

په افغانستان د شاه امان الله د واکمنۍ له پیل سره سم د ډیموکراسي د پلي کولو هڅه وشوه.

نوموړي د ژوند د بېلابېلو برخو لپاره قانونونه جوړ کړل، ازادۍ رسنۍ رامنځته شوې او د ښځو د حقونو د ساتنې لپاره غږ پورته شو.

په افغانستان کې د ډیموکراسۍ بحث د بل هر وخت په پرتله یو مهم او حساس پړاو کې دی.

همدا اوس د قطر په پلازمېنه دوحه کې د جمهوریت او امارت پلوي لوري خپلو کې خبرو ته ناست او تمه ده چې د بحث یوه موضوع به یې هم په افغانستان کې د ډیموکراسۍ راتلونکی وي.

ښايي له همدې کبله به وه چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو، په دوحه کې د بین الافغاني خبرو د رسمي پیل په مراسمو کې، د افغانستان د راتلونکي سیاسي نظام ټاکل خپله د افغانانو کار وباله خو یاده یې چې د واک تر ټولو غوره لار ډیموکراسي ده.

قطر کې د بین الافغاني مذاکراتو پرانیسغونډه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو هم ګډون کړی و

په افغانستان کې ولسواکۍ د شاه امان الله خان د ازادۍ له اخیستو پیلېږي.

تاریخ پوهان وايي، امان الله خان د ازادۍ له اخیستو سمدستي وروسته په افغانستان کې د ژوند ټولو چارو ته قوانین جوړ کړل او هماغه مهال يې څو خپلواکو رسنیو ته د فعالیت اجازه ورکړه.

غازي امان الله خان

تاریخ پوه استاد حبیب الله رفیع وايي، په ۱۳۰۳ لمریز کال کې د انیس په نوم خپلواکه ورځپاڼه پیل شوه چې خورا انتقادي نشرات يې درلودل، د دې ترڅنګ نسیم سهر او دوه نورې ورځپاڼې وې چې په همدې وخت کې يې په نشراتو پیل وکړ.

خو ښاغلی رفیع وايي چې په هېواد کې د امان الله خان پر ضد پاڅون او وروسته د نظام ړنګېدل هغه څه وو چې نوې ټوکېدلې ولسواکي په هماغه پیل کې وځپله.

تاریخ پوه استاد حبیب الله رفیع

دی وايي، وروسته په ۱۳۴۳ کال کې د ظاهر شاه د شاهي نظام پر مهال دنوي اساسي قانون د جوړېدو سره سم چې د اساسي قانون لسیزه هم ورته ویل کېږي په دې هېواد کې یو وار بیا ولسواکۍ قدمونه کېښودل.

هغه زیاته کړه: "په ۱۳۴۳ کال کې د نوي اساسې قانون له جوړېدو سره د ډیموکراسۍ لسیزه راغله چې لس کاله يې دوام وکړ او په پای کې د شهید داوود خان د جمهوریت په راواستو سره هغې ډیموکراسۍ ته خاتمه وکړه، او د یو نوي ملي حکومت د جوړلو هڅه يې وکړه. "

له دې وروسته په افغانستان کې د کمونستي نظام راتګ او بیا ترننه په دې هېواد کې ډیموکراسۍ ډېر لوړې ژورې ولیدې.

د نظام دا بڼه حتا ځینو کفر بلله خو یو شمېر نورو بیا د افغانانو لپاره مهمه بلله.

په تېرو نولس کلونو کې کله چې د امریکا په مشرۍ ناټو افغانستان ته راغله یو وار بیا ولسواک نظام رامنځته شو.

ټاکنې وشوې، خپلواک رسنیو ته د فعالیت اجازه ورکړل شوه او دغه راز مېرمنو ته د زده کړو او کار حقوق ورکړل شول.

وايي چې په افغانستان کې وروستیو کلونو کې ډیموکراسي په سم شکل عملي نه شوه.

د کابل پوهنتون استاد ودیر ساپي

هغه زیاتوي: "موږ په کتابونو، رسالو او د کاغذ پر مخ نسبي ډیموکراسي لرو خو له بده مرغه چې سمه نه ده عملي شوي، او دا ځکه چې دلته فساد په پراخه کچه موجود و او موجود دی، دلته نړیوالې مرستې راغلې خو ټولې تالان شوې. "

اوس چې په قطر کې له طالبانو سره د سولې خبرې روانې دي یو وار بیا د ډيموکراسۍ د ساتولو په اړه اندېښنې راپیدا شوي دي.

د بیان ازادي، د ښځو حقونه او انتخابات درې هغه مهم موارد دي چې د سولې په خبرو کې يې سرنوشت خلک اندېښمن کړي دي.

وسله‌والو طالبانو تېر کال د جمهوري ریاست د ټاکنو پر مهال خلکو ته خبرداری ورکړی و چې په ټاکنو کې دې ګډون نه‌کوي او حتا له دې وړاندې د هغه کسانو په اړه راپورونه هم خپاره شول چې په ټاکنو کې له ګډون وروسته يې وسله والو طالبانو ګوتې پرې کړې وې.

پوښتنه داده هغه ډله چې په ټاکنو باور نه لري څوک دا څرنګه منلی شي چې د افغانستان نیم خامه ډیموکراسي به خوندي وي؟

په افغانستان کې د ازادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ مشر یوسف رشید ازادي راډیو ته وویل په تېرو کلونو کې نیمګړتیاوې موجودې وې خو د ده په وینا په خبرو باید بحث په ستونزو ممتمرکز نه وي بلکې په اصولو باید بحث وشي.

په افغانستان کې د ازادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ مشر یوسف رشید

رشید وايي: "موږ په دې اړه جدي اندېښنه لرو، او خامخا د سولې په خبرو کې به دا یوه جنجالي موضوع وي خو موږ هیله لرو چې په دې اړه باید په ستونزو بحث ونه شي بلکې په اصولو بحث وشي ځکه چې په دې کې د افرادو او بنسټونو ستونزه وه چې ويې نه شو کړای دا رسالت په سمه توګه ترسره کړي خو په ټوله کې د افغانستان لپاره ټاکنې یو اساسي موضوع ده."

د بیان د ازادۍ ساتل بله هغه مهمه موضوع ده چې په افغانستان کې د رسنیو د ملاتړ ټولنې يې په ساتنې ټینګار کوي.

دوی وايي د بیان ازادي د ډیموکراسۍ مهم اصل دي او باید په خبرو کې دا برخه خوندي وي.

په افغانستان کې د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې یا نی مشر مجیب خلوتګر وايي: "د ټول افغانستان خبریالان غوښتنه لري چې د سولې په خبرو کې باید د بیان ازادي د ښکلیلو اړخونو هغه که حکومت دی او که طالبان باید تضمین شي."

مجیب خلوتګر

د ښځو د حقونو د ساتولو موضوع بله هغه مسئله ده چې افغان مېرمنې پرې ټینګار کوي.

په ملګرو ملتونو د افغان ځوانانو استازې ښکلا ځدراڼ وايي، کله چې له طالبانو سره د سولې خبرې مطرح کېږي، د ښځو د بشري حقونو خوندیتوب‌ یې د اندېښنو په سر کې وي.

ښکلا ځدراڼ وايي، باید دا ضمانت وي چې که طالبان په افغانستان کې په برحاله سیاسي چوکاټ کې شاملېږي، د ښځو حقونه به نه تر پښو لاندې.

هغې وویل: "د ښځو د حقونو د ساتنې په برخه کې باید له طالبانو قوي ضمانت واخیستل شي او د دې ترڅنګ په سیاسي قدرت کې باید داسې څوکۍ ورنه کړل شي چې هغه مستقیماً د ښځو پر فعالیتونو مخامخ اغېز ولري."

که څه هم لا معلومه نه ده چې له سولې وروسته به په افغانستان کې د نظام بڼه څرنګه وي، خو افغان حکومت به د ډيموکراسۍ پر دوام ټینګار کوي او طالبان چې په افغانستان کې يې د خپلې واکمنۍ پر مهال ډیموکراسۍ کفر بلله ښايي د نظام د دې بڼۍ د بدلون غوښتونکي ووسي.

اوس نو دواړو لورویو ته یو سخت انتخاب مخته پروت دی، خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مایک پومپیو ویلي چې د واک تر ټولو غوره لار ډیموکراسي ده.

ښاغلي پومپیو د روانې اونۍ د شنبې په ورځ په قطر کې دافغان حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو په مقدماتي ناسته کې وویل چې ډیموکراتیک سیستمونه په یو هېواد کې د اقلیتونو د خوندیتوب ترڅنګ د اکثریت د انتخاب استازیتوب کوي.