ولسمشر غني د اروپایي ټولنې د بهرنیو اړیکو له مشر سره پر سوله خبرې کړي

ولسمشر غني د ټیلیفوني خبرو پرمهال

د افغانستان ولسمشر د اروپایي ټولنې د بهرنیو اړیکو او امنیتي پالیسۍ له مشر سره ټیلیفوني خبرې وکړې.

د محمد اشرف غني او جوزف بوریل په دغو خبرو کې د سولې خبرو په ملاتړ، د جمهوریت په ارزښتونو او سراسري اوربند بحث شوی دی.

د ارګ خبرپاڼه وایي، جوزف بوریل ویلي چې طالبانو ته به دا پيغام رسوي چې له افغانستان سره د دوی راتلونکې مرستې په دې پورې تړلي چې هلته د جمهوريت ارزښتونه خوندي شي.

د خبرپاڼې پر اساس بوریل ویلي، نژدې وخت کې به افغانستان ته ولاړ شي او هلته به له نژدې د جمهوریت له ارزښتونو ملاتړ اعلان کړي.

د افغانستان راتلونکی نظام د دوحې د خبرو یوه برخه ده، خو لا هم معلومه نه ده چې د سولې د خبرو مرکچیان په څه ډول نظام هوکړې ته سره رسېږي.

افغان دولت پر اسلامي جمهوریت ټینګار کوي، خو طالبانو بیا د سوچه اسلامي نظام د جوړولو خبره کړې ده.