ارزګان کې د افغان ځواکونو په هوایې برید کې ۴ وسله‌وال وژل شوي

ارشیف

څلور وسله‌وال طالبان په ارزګان ولایت کې د افغان ځواکونو په هوایي برید کې ووژل شول.

سیمه‌ییز چارواکي وایې طالبانو تېره شپه د ترینکوټ ښار په کوټوال سیمه کې د افغان ځواکونو پر پوستو د بریدونو نیت درلود چې هوایي بمبارد ورباندې وشو.

د ارزګان د والي ویاند زړګي عبادي وویل په دې پېښه کې ګڼ نور طالبان ټپیان شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.