نن کابل بازان-مس عینک اتلان او بست ساتونکي-بند امیر ښاماران لوبه کوي

ارشیف، د شپږیزه لیګ یوه سیالۍ

د افغانستان د کرکټ په شپږیزه لیګ کې نن دوشنبه دوه سیالۍ ترسره کېږي.

له غرمې مخکې کابل بازان او مس عینک اتلان لوبډلې د سیالۍ ډګر ته ښکته کېږي او ماسپښين بست ساتونکي او بند امیر ښاماران لوبډلې سره مخامخ کېږي.

په دغه لیګ کې چې شااوخوا یوه اوونۍ وړاندې پیل شوی او حذفي پړاو ته هم رسېدلي، تر اوسه ۱۵ لوبې ترسره شوې دي.

د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې تر اوسه څلورو لوبډلو (کابل بازان، مس عینک اتلان، بند امیر ښاماران او بست ساتونکو) دوهم پړاو ته لاره موندلې او سپین غر زمریان او امو نهنګانو لوبډلې له لیګ نه بهر یا حذف شوې دي.