سږ کال به د خوست د جلغوزیو حاصلات له ۱۸ زره ټنو ډېر وي

ارشیف

د خوست د جلغوزې سږني حاصلات به ۲۵ سلنه زیاتوالی ولري.

د خوست د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رئیس حفیظ‌الله شاه نوري نن ازادي راډيو ته وویل، چې د جلغوزیو د ځنګلونو ارزونه ښیي، چې د جلغوزو سږني حاصلات به ۱۸ زره او ۶۰۰ ټنو ته ورسېږي، چې د تېر کال په پرتله ۲۵ سلنه زیاتوالی ښیي.

دغه شمېره تېر کال ۱۵ زره ټنه وه.

خوست، پکتیا، پکتیکا، کونړ، لغمان، نورستان او کاپیسا د هغو ولایتونو په ډله کې دي، چې د جلغوزیو ډېر ځنګلونه لري.

چارواکي وايي، یواځې د خوست او پکتیا په ولایتونو کې څه باندې ۴۰ زره کسان په دې برخه کې په کار وبار او د جلغوزیو په راټولولو بوخت دي.