حنیف اتمر: پر ځینو تخنیکي مسایلو له طالبانو سره توافق وشو

محمد حنیف اتمر

د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر هیله ښیي د دوحې د سولې مذاکرات ډېر ژر د خلکو په ژوند کې یو مثبت بدلون راولي.

محمد حنیف اتمر په دوحه کې د ازادي راډیو له خبریال سره په مرکه کې وویل چې دواړو لورو پر ځینو تخنیکي مسایلو توافق کړی دی.

هغه زیاته کړه: تر پرانیستونکې غونډې وروسته د دوو مرکچي ډلو ترمنځ خبرې وشوې چې په حقیقت کې د مذاکراتو پیل دی، ځکه په ځینو تخنیکي مسایلو موافقې ته سره ورسېدل، هیله لرم چې سبا او نورې ورځې په غونډو کې د نورو لا مهمو مسایلو په برخه کې ګامونه واخیستل شي."

بل‌خوا د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په قطر کې خبریالانو ته ویلي چې وروستی ګام د افغانستان د سولې مذاکراتو پرمختګ دی او د ده په خبره یوه وروستي توافق ته رسېدل او د هغو کارونو چې باید عملاً ترسره شي، یو مهال‌وېش جوړول دي.

ښاغلي خلیلزاد دا هم وویل ښایي هغه کسان چې د روان وضعیت دوام غواړي ښایي خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.

په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو نن پر ټویټر لیکلي چې د طالبانو له مرستیال مشر ملا عبدالغني برادر سره‌یې وکتل چې د افغانانو د خپلمنځي خبرو د پیل هرکلی وکړي.

ښاغلی پومپیو وایي، طالبانو ته په‌کار ده چې د دې فرصت په کارولو، د ۴۰ کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره د سیاسي روغې جوړې لار جوړه کړي.