امریکا کې د سپټمبر د ۱۱مې پېښې ۱۹مه کلیزه

په نیویارک کې د سوداګرۍ پر دوو برجونو برید

امریکا نن د سپټمبر په ۱۱مه پر دغه هېواد د القاعده شبکې د ترهګریز برید ۱۹مه کلیزه لمانځي.

دغه مراسم د کرونا ویروس تر سیوري لاندې ترسره کېږي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ او ټاکنیز سیال‌یې جوبایډن به په بېلابېلو وختونو کې په پنسلوانیا کې د دغې پېښې د قربانیانو د یاد یوه څلي ته ورشي.

په نیویارک کې هم د کرونا ویروس د مخنیوي د تدابیرو له کبله د یاد دغه مراسم په جلا جلا ډول ترسره کېږي.

پر امریکا د ۲۰۰۱ کال شویو دغو بریدونو کې شااوخوا درې زره کسان هغه مهال ووژل شول چې په نیویارک کې د سوداګرۍ پر دوو برجونو برید وشو.

دا پر امریکا تر ټولو لوی ترهګریز برید و چې وروسته‌یې بیا له امله امریکا پر افغانستان او عراق بریدونه هم وکړل.