واشنګټن کې د افغانستان سفارت د جوړ شوي دېوال په اړه د څېړونکي پلاوي نوې موندنې

په واشنګټن کې د افغانستان سفارت

په امریکا کې د افغانستان د سفارت پر میلیوني ډالرو جوړ شوی جنجالي دېوال!

د ولسي جرګې هغه پلاوی چې د امریکا په متحده ایالاتو کې د افغانستان سفارت د ودانۍ د یوه دېوال د جوړېدو په چاره کې د فساد د شویو ادعاوو په اړه څېړنه کوي وايي، په نږدې دوه میلیونه ډالرو د داسې یوه دېوال رغېدل د منلو نه‌دي.

جاوېد صافی چې د ولسي جرګې له‌خوا امریکا ته تللی وايي، هغه مواد چې د دېوال په جوړولو کې ترې ګټه اخیستل شوې، په ډېرې اسانۍ پیدا کېږي او بیه‌یې هم دومره پورته نه‌ده.

ښاغلی صافی په واشنګټن کې د افغانستان پر سفیرې تور لګوي چې د څېړنو په برخه کې یې سمه همکاري نه‌ده کړې.

دی زیاتوي: "دا دېوال دوه متره لوړوالی لري، د کیفیت له اړخه هم عادي خښته ده چې په امریکا کې په عادي بازار کې خرڅېږي او په منځ کې یې کانکرېټ کارول شوی. داسې کوم مواد په‌کې نه‌دي کارول شوي چې تاریخي ارزښت ولري او یا یې هم بیه په بازار کې نسبت نورو موادو ته لوړه وي."

ښاغلی صافی په واشنګټن کې پر افغان سفیرې رویا رحماني تور پورې کوي چې لومړی یې هڅه کوله چې د دوی د څېړنو مخه ونیسي، خو د فشار په پایله کې یې دوی ته په دې اړه د څېړنو اجازه ورکړه.

په واشنګټن کې د افغانستان سفیره رویا رحماني

ازادي راډیو هڅه وکړه په دې اړه په امریکا کې د افغانستان سفارت سره اړیکه ونیسي، خو مسؤلینو يې اړیکه ځواب نه‌کړه.

د ولسي جرګې دا غړی وايي، له افغان سفارت‌یې د دېوال د جوړېدو په برخه کې ۲۶ تخنیکي پوښتنې کړي چې ځینې یې شفاهي او ځینې یې باید په رسمي او مکتوبي ډول ځواب شي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت په امریکا کې د افغان سفارت دېوال رغولو کې د اداري فساد په تړاو راپورونه رد کړي دي.

دې وزارت وړاندې ویلي، د روڼتیا خوندي کولو او د حساب ورکولو اصل په پام کې نیولو لپاره ژمن دي چې د پروژې اړوند ټول سندونه د هر اړخیزې څېړنې لپاره لویې څارنوالۍ او د پلټنې لویې ادارې ته وسپاري.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت

اوس د بهرنیو چارو وزارت وايي دا موضوع‌یې لویې څارنوالۍ ته استولې، څو په اړه‌یې څېړنې وکړي، خو لویه څارنوالي بیا په دې اړه ځواب ورکولو ته نه‌حاضرېږي.

وړاندې داسې راپورونه ورکړل شوي چې امریکا کې د افغانستان سفارت د ۷۰ متره دېوال رغولو ته د یوه شرکت ۸۸ زره ډالري وړاندیز رد کړی او دا کار یې د بلې کمپنۍ له لارې په یو میلیون اته لکه ۲۵ زره ۸۳۹ ډالرو بشپړ کړی دی.

په ورته وخت کې د افغانستان د روڼتیا څار بنسټ وايي، د افغانستان حکومت چمتو نه‌دی چې په دې برخه کې ازادو بنسټونو ته د څېړنې زمینه برابره کړي.

ناصر تیموري

د دې بنسټ څېړونکی ناصر تیموري زیاتوي: "هغه څه چې موږ پوهېږو دا دي چې د افغانستان حکومت چمتو نه‌دی چې د څېړنې او څارنې لپاره ازادو بنسټونو ته زمینه برابره کړي او هغه برخو کې چې تحقیق شوی او دوسیې یې لویې څارنوالۍ ته راغلې دي، څېړنه پرې نه‌کېږي."

خو د افغانستان حکومت تل ویلي چې د فساد سره مبارزه‌یې لومړیتوب دی او د ټولو هغو بنسټونو د کار هرکلی کوي چې د فساد د مخنیوي او یا هم یې د موندنې لپاره لاس په کار کېږي.