فرانک مکنزي: طالبان لا هم له القاعده سره اړیکې لري

د امریکايي قواوو د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال فرانک مکنزي

د امریکايي قواوو د مرکزي قوماندانۍ قوماندان وايي، طالبانو لا هم له القاعده سره اړیکې نه‌دي شلولي.

جنرال فرانک مکنزي پرون له خبریالانو سره د خبرو پر مهال د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې طالبانو لا هم په څرګند ډول نه‌ده ثابته کړې چې له القاعده سره‌یې اړیکې پرې کړي او لا هم د افغان امنیتي ځواکونو پر ضد حملو ته دوام ورکوي.

د امریکا او طالبانو د فبرورۍ د ۲۹مې نېټې د موافقې پر اساس، طالبان باید له القاعده او نورو ترورېستي ډلو سره اړیکې پرې کړي.