مسعود اندرابي: پر امرالله صالح نننۍ حمله د حقاني شبکې حملو ته ورته وه

پر امرالله صالح د نننۍ حملې سیمه

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر وايي، په کابل کې نننۍ چاودنه کې هغه مواد کارول شوي چې معمولاً یې د حقاني شبکه خپلو بریدونو کې کاروي.

مسعود اندرابي پر خپل ټویټر لیکلي، لومړنۍ څېړنې ښيي چې په دې برید کې له (نایټرو ګلیسیرین) او نورو کیماوي موادو کار اخیستل شوی دی.

نایټرو ګیلسیرین د ډینامیټ په جوړولو کې کارول کېږي.

د کورنیو چارو د وزیر په ټویټ کې ویل شوي، ننني برید کې کارول شوي مواد او د برید بڼه هغو بریدونو ته ورته ده چې ترې دې مخکي یې د حقاني شبکې مسؤلیت منلی دی.

د پولیسو په وینا په دې چاودنه کې لږ تر لږه ۱۰ تنه ولسي خلک وژل شوي دي.

راپورونه د روغتیا وزارت د چارواکو له خولې وايي، ۳۱ تنه نور په برید کې ژوبل شوي دي.

د کابل د تایمني سیمې په دې چاودنه کې د افغانستان د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح هم برسېرن ټپي شوی دی.

طالبانو چې د حقاني شبکه‌یې هم یوه برخه ده، په دې برید کې لاس لرل رد کړي.

پر لوړپوړو افغان چارواکو سربېره اروپايي ټولنې او پاکستان دا برید غندلی دی.