د ولسمشرۍ ماڼۍ لومړی مرستیال امرالله صالح په یوه وېډیويي پیغام کې وویل چې د نننۍ چاودنې له املهیې لاس او مخ ژوبل شوي دي.
ښاغلی صالح زیاتوي، یو شمېر ساتونکي یې ټپیان شوي او له هغو خلکو بخښنه غواړي چې د چاودنې سیمه کې ورته زیان اوښتی.
د هغه په وینا: "زما د موټرونو پر کاروان چاودنه وشوه، زما یو شمېر زړور ساتونکي ټپیان شوي او د امنیت روغتون ته لېږدول شوي دي، ماته او زما زوی چې ترڅنګ مې و زیان نهدی رسېدلی، یوازې برسېرن ټپیان یو، خو له هغو ټولو وطنوالو چې زموږ له امله ورته هغه مسیر کې مالي او ځاني زیان رسېدلی، بخښنه غواړم."
نوموړی وايي، چاودنه زوروره وه او ګڼو خلکو ته پهکې زیان اوښتی.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت سرپرست محمد مسعود اندرابي وايي پر امرالله صالح حمله د حقاني شبکې حملو ته ورته وه.
ښاغلي اندرابي پر خپل ټویټر په دې اړه لیکلي "لومړني معلومات ښيي چې د ولسمشر پر لومړي مرستیال امرالله صالح حمله کې له ار ډي اېکس+اېچ اېم اس (DX-HMS + Nitroglycerin) موادو کار اخیستل شوی دی. ښاغلی اندرابي ټینګار کوي چې "د موادو او حملې نوعیت، هغو حملو ته ورته دی چې مخکې له دې د حقاني شبکې یې مسؤلیت منلی دی."
معلومات ابتدایی نشان میدهد که از آر دی اکس+ اچ ام اس( RDX-HMS + Nitroglycerin) در حمله به جان محترم امرالله صالح معاون اول ریاست جمهوری استفاده شده است. نوعیت مواد و حمله، مشابه به سایر حملاتی است که شبکه حقانی در گذشته مسوولیت میگرفت.
— Masoud Andarabi (@andarabi) September 9, 2020
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وايي، په دې پېښه کې له ۱۰ ډېر ملکیان وژل شوي او د امرالله صالح د ساتونکو په ګډون ۱۵ نور ټپیان شوي دي.
هغه وویل، د پېښې د تلفاتو شمېر د بدلون په حال کې دي.
بل پلو د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند اکمل سمسور ازادي راډیو ته وايي چې د کابل ښار د نن ورځې د پېښې له سیمې تر اوسه ۶ مړي او ۱۲ ټپیان روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
اخوا ولسمشرۍ ماڼۍ د یوې مطبوعالي اعلامیې په خپرولو سره پر امرالله صالح برید غندلی.
اعلامیه د ولسمشر غني له خولې وايي: " تروریستان او د دوی بهرني ملاتړي د دغسې جنایتونو په ترسره کولو سره پر سوله، جمهوریت او د هېواد روښانه راتلونکي چې زموږ د هېوادوالو لویې او اساسي غوښتنې دي، د خلکو کلک باور نشي کمزوری کولی او د تروریستانو پر وړاندې زموږ د امنیتي او دفاعي ځواکونو مبارزه به په جدیت او قاطعیت ادامه ولري."
د ولسمشر غني دوهم مرستیال سرور دانش هم دا یوه تروریستي پېښه او د سولې پروسې نقض بللی دی.
د افغانستان د ملي روغې جوړې د عالي شورا رئیس ډاکتر عبدالله عبدالله د امرالله صالح پوښتنې په هدف د هغه دفتر ته تللی او پر خپل فېسبوک پاڼه یې لیکلي چې دغه پېښه ترویستي ده.
ډاکتر عبدالله د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، په داسې حال کې چې د سولې مذاکراتو په درشل کې یوو، د هېواد دښمنان نه غواړي څو په افغانستان کې سوله او ثبات راشي.
بل پلو د امریکا سفارت پر امرالله صالح شوی برید ټکان ورکوونکی وباله او پرې خواشيني یې څرګنده کړه.
په کابل کې د امریکا شارژدافیر راس وېلسن په یوه ټویټ کې پر هغه د برید له امله ناخوښي ښودلې او د افغانستان د ډیموکراتیکو بنسټونو، مشرانو او په خپله د ښاغلي صالح سره په ملاتړ یې ټینګار کړی.
(1/2) I am shocked & dismayed by today%27s attack on First Vice President @AmrullahSaleh2%27s life. The United States strongly supports Afghanistan’s democratic institutions and leaders, including, Vice President Saleh...
— Chargé d’Affaires Ross Wilson (@USAmbKabul) September 9, 2020
دغه راز وېلسن هیله څرګنده کړې چې دوحه کې د تلپاتې سولې او تاوتریخوالي پای ته رسېدو لپاره ژر تر تر ژره مذاکرات پیل شي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست حنیف اتمر بیا پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې دښمنان نشي کولی د داسې بریدونو په ترسره کولو د سولې پروسې مخه ونیسي.
حمله بزدلانه تروریستی بالای موترهای حامل برادرم آقای صالح @AmrullahSaleh2 معاون اول رئیس جمهور را به شدیدترین الفاظ محکوم میکنم. دشمنان وطن با این گونه حملات مانع روند صلح شده نمیتوانند. عزم ما برای رسیدن به صلح خلل ناپذیر است. به امید سلامتی و موفقیت جناب صالح صاحب.
— Mohammed Haneef Atmar محمد حنیف اتمر (@MHaneefAtmar) September 9, 2020
اخوا بیا د افغانستان لپاره د اروپایې ټولني ځانګړي استازي رولانډ کوبیا پر خپل ټویټر لیکلي، د ولسمشر پر مرستیال، د پارلمان پر غړو، د سولې پر فعالینو او مذهبي مشرانو بریدونه د سولې رښتیني نښې نهدي.
Attacks on Vice-President, Parliament members, peace activists, religious leaders. Admittedly, we see very little real signals of peace. How will the IAN work if one party is not able to accept diverging views & wants to eliminate instead of negotiate? #AfghanPeaceProcess? #RIV?
— Roland Kobia (@RolandKobia) September 9, 2020
په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت هم پرخپل ټویټر پر ښاغلي صالح برید د افغان سولې دښمنانو کار بللی او لیکلي دي چې برید کوونکي غواړي په داسې کړنو تاوتریخوالي ته دوام ورکړي او د بین الافغاني خبرو مخه ونیسي.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت هم د ولسمشر غني پر لومړي مرستیال برید غندلی.
په ورته وخت کې یو شمېر سیاسي شنونکي وايي، د امرالله صالح د موټرونو پر کاروان برید د افغان سولې د پروسې ټکنۍ کېدو هڅه بولي.
سیاسي شنونکي صفت ساپي ازادي راډیو سره پر امرالله صالح د برید یو لامل د سیمې یو شمېر هېوادونو او سازمانونو پر وړاندې د ښاغلي صالح ځانګړی دریځ یاد کړ.
هغه زیاته کړه: "طبیعي خبره ده چې د داسې بریدونو موخه د سولې روان بهیر اغېزمن کول او فرصتونه چې لاس ته راغلي له منځه وړل دي او په ټوله کې دغه پروسه د بن بست سره مخ کولو په موخه دغه ډول بریدونه ترسره کېږی، له نیکه مرغه د ښاغلي صالح روغ وتل د سولې پر پروسې د برید اغېز محدودوي او له سیاسي اړخه د طالبانو اعلامیه مهمه ده په دې معنا چې د سولې په روانه پروسه هر ډول اغېز د دغې اعلامیې له لارې محدود شي."
طالبانو په دې حمله کې لاس لرل رد کړي او تر دې دمه کومې بلې وسله والې ډلې یې هم مسئولیت نه منلی دی.
د یادولو وړ ده چې تېر لمریز کال هم د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو د کمپاین په لومړۍ ورځ د امرالله صالح د زرغون بهیر په دفتر ډله ییزه حمله شوې وه چې له امله یې نږدې شل کسان وژل شوي او له پنځوسو زیات ټپیان وو.
که څه هم د دې پېښې مسئولیت چا نه و منلی خو هغه مهال امرالله صالح ویلي و چې دی پوهېږي دا کار د طالبانو دی.