صالح: د سولې مذاکرات د طالبانو غوښتنو او ارزښتونو ته د تسلیمېدو په معنی نه‌دي

امرالله صالح

د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، طالبان باید په دې پوه شي چې د سولې مذاکرات د دوی غوښتنو او ارزښتونو ته د تسلیمېدو په معنی نه‌دي.

د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، افغانان غواړي له خپل دښمن سره په سوله کې ژوند وکړي، خو داسې سوله چې د خلکو قربانۍ په‌کې کم‌رنګه نه‌شي.

ښاغلي صالح چې د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د وږې ۱۸» د شهید اوونۍ د پیل او د احمد شاه مسعود د وژل کېدو د ۱۹ تلین په مناسبت جوړو شویو مراسمو ته خبرې کولې وویل، طالبان باید په دې پوه شي چې جمهوریت د ټولو افغانانو غوښتنه ده.

هغه زیاته کړه: "دوی باید پوه شي چې جمهوریت د څو کسانو نظام نه‌دی. د دې نظام د جوړولو په خاطر د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې خلکو قرباني ورکړې او اوس هم قرباني ورکوي. طالب باید په دې پوه شي چې د مذاکراتو معنی د دوی ارزښتونو او خواهشاتو ته تسلیمېدل نه‌دي."

د ولسمشر لومړی مرستیال زیاتوي، په مذاکراتو کې به پر افغانانو هېڅ یو بهرنی عمل تحمیل نه‌شي.

بل‌خوا بیا د ملي روغې جوړې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله یادې غونډې ته په وینا کې وویل چې ډېر ژر به له طالبانو سره مذاکرات پیل شي.

عبدالله عبدالله

نوموړي وویل: "کېدای شي په لنډو ورځو کې د دواړو لورو پلاوی له هېواده دباندې سره مخامخ شي او خبرې پیل کړي. هغه وخت چې موږ وایو د شهیدانو ارمانونو ته ژمن یوو، دا معنی لري، هغه ډول چې د خلکو د حقونو د ساتنې لپاره درېږو، همدا ډول د سولې د راتلو لپاره هم، څو یوې عادلانه سولې ته، با عزته سولې ته، هغې سولې ته چې ټول په‌کې خپل عزت وویني ورسېږو."

بل‌خوا بیا د سولې عالي شورا پخواني رئیس کریم خلیلي دغو مراسمو ته په خپلو خبرو کې د سولې پر وړاندې د خنډونو په لیرې کېدو ټینګار وکړ او ويې‌ویل، سوله باید د شا تګ په معنی نه‌وي.

ده وویل: "سوله باید راشي، هېڅ یو خنډ باید د سولې پر وړاندې د هېڅ لوري له‌خوا جوړ نه‌شي، خو خویندو او وروڼو! سوله د شا تګ په معنی نه‌ده."

کریم خلیلي

په دې مراسمو کې یو شمېر وینا‌والو پر طالبانو هم غږ وکړ چې د سولې پر وړاندې نور خنډ جوړ نه‌کړي او بې له ځنډه له افغان حکومت سره خبرو ته کېني.

که څه هم طالبانو وړاندې ویلي و چې د خپلو ټولو بندیانو له ازادېدو وروسته به د یوې اوونۍ په اوږدو کې مذاکرات پیل کړي، خو د دې بهیر له بشپړېدو د نږدې یوې اوونۍ وروسته، لا هم رسمي مخامخ خبرې نه‌دي پیل شوي.

له بند نه ازاد شوي طالبان بندیان

د افغانستان حکومت د خپل پلاوي له بشپړ چمتووالي هم خبر ورکړی دی او طالبانو هم ویلي، د خبرو د پیل لپاره‌یې خپل ۲۱ کسیز ټیم ګمارلی دی.