د جمال خاشقجي په وژلو تورن کسان له ۷ تر ۲۰ کلونو په بند محکوم شول

جمال خاشقجي

د سعودي عربستان یوې محکمې د دې هېواد د خبریال جمال خاشقجي په وژلو تورن کسان له ۷ تر ۲۰ کلونو په بند محکوم کړل.

محکمې اته کسان د خاشقجي په قتل کې په لاس درلودو تورن وپېژندل.

د سعودي عربستان ابتدايي محکمې تېر کال پنځه تورن کسان په اعدام محکوم کړي وو، خو وروسته د جمال خاشقجي کورنۍ هغوی وبخښل او محکمې يې په اړه بیا غور وکړ.

د تورنو کسانو نومونه په رسمي توګه نه‌دي افشا شوي. جمال خاشقجي د سعودي د رژیم او د دې هېواد د ولیعهد محمد بن سلمان منتقد وو.

دی د ۲۰۱۸م کال د اکټوبر په دوهمه نېټه د ځينو اسنادو اخیستو لپاره د ترکیې په استانبول کې د سعودي عربستان قونلسګرۍ ته ورغلی وو.

دی له هغه ځایه ورک شو او وروسته‌یې د مړینې خبر خپور شو.

روېټرز خبري اژانس راپور ورکوي چې د جمال خاشقجي مړی ټوټې شوی او وروسته‌یې ټوټې ورکې کړای شوې وې.