'لغمان کې د هوایي عملیاتو پر مهال ۶۲ وسله‌وال طالبان وژل شوي'

ارشیف، د افغان ځواکونو هوايي عملیات

د لغمان په الیشنګ او بادپښ ولسوالیو کې د هوایي عملیاتو په نتيجه کې په ۲۴ ساعتونو کې ۶۲ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

دا خبره د یاد ولایت د رسنیو دفتر د دوشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې کړې ده.

په اعلامیه کې راغلي چې د دوشنبې په ورځ د بادپښ ولسوالۍ د تور اغا ډاګ په سیمه کې افغان ځواکونو د طالبانو پر یوه مرکز هوایي برید وکړ چې د طالبانو د سرې قطعې قوماندان جمعه خان په ګډون په‌کې ۳۵ تنه ووژل شول.

په اعلامیه کې همداراز راغلي چې د یکشنبې په شپه د الیشنګ ولسوالۍ په جیبون سیمه کې وسله‌والو طالبانو د امنیتي ځواکونو پر پوسته ډله‌ییز برید وکړ.

د اعلامیې په وینا، افغان ځواکونو دا برید پر شا وتمباوه او د هوایي عملیاتو په پایله کې ۲۷ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۸ نور سخت ټپیان شوي.

وسله‌والو طالبانو په دې اړه تر اوسه رسنیو ته څه نه‌دي ویلي.