د طالبانو ویاند: ټول بندیان مو تر اوسه نه‌دي خوشې شوي

د حکومت له‌خوا نیول شوي طالبان

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند وايي، تر اوسه د دې ډلې ټول بندیان نه‌دي خوشې شوي او پر دې پروسه لا کار روان دی.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وردک د دوشنبې په ماخوستن (د سپټمبر په ۷) پر خپله ټويټرپاڼه لیکلي، کله چې د بندیانو د خلاصون پروسه تکمیل شي، زموږ مذاکراتي ټیم د بین‌الافغاني مذاکراتو د پیل لپاره تیار دی.

دا په داسې حال کې ده چې په همدې ورځ د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي په کابل کې یوه خبري کنفرانس ته وویل چې افغان حکومت د سولې د مذاکراتو د پيل لپاره د طالبانو چمتووالي ته سترګې په لاره دی.

ده زیاته کړه: "موږ سترګې په لاره یو چې طالبان یو شمېر یې په پاکستان کې وو، د خپل پلاوي فهرست نهايي کړي، باید خپل چمتووالی ولري او باید هغه اړتیاوې ترسره کړي چې د سولې په پروسه کې یې د مذاکراتو د پیل لپاره لري."

د امریکا او طالبانو د موافقې پر اساس ټاکل شوې وه بین‌الافغاني مذاکرات د مارچ په ۱۰مه پیل شي، خو د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بندیانو د مبادلې پر سر د اختلافاتو له کبله دا پروسه ځنډېدلې ده.

د راپورونو پر اساس افغان حکومت تر اوسه پرته له شپږو طالب زندانیانو چې د خوشې کېدو پر وړاندي یې د استرالیا او فرانسې حکومتونو اعتراض کړی، د امریکا او طالبانو د موافقې له مخې ټول پنځه زره بندیان خوشې کړي او طالبانو ویلي چې د حکومت زر بندیان‌یې خوشې کړي دي.

ټاکل شوې ده ډېر ژر د قطر په دوحه ښار کې بین‌الافغاني خبرې پيل شي، خو د دغو خبرو دقیقه نېټه تر اوسه نه‌ده اعلان شوې.

طالبانو په دې وروستیو کې له افغان دولت سره د مذاکراتو لپاره ۲۱ کسیز پلاوی وټاکه چې مشري يې د طالبانو د قاضي‌القضات، شېخ مولوي عبدالحکیم پر غاړه ده.

افغان دولت هم څو میاشتې مخکې ۲۱ کسیز مذاکره کوونکی پلاوی اعلان کړ چې مشري يې د ملي امنیت پخوانی رئیس محمد معصوم ستانکزی پر غاړه لري.