تاجکستان بېرته افغانستان ته د برېښنا لېږد پیل کړ.
دا خبره د برق تاجک د انرژۍ ملي کمپنۍ ویاند نظر جان یادګاري نن انترفاکس خبري اژانس ته وکړه او ویېویل چې د روانې میلادي میاشتې په لومړیو کې په نور یک بند کې چې تولېدونکې برېښنا یې افغانستان ته انتقالېږي، د اوبو سطحه مطلوبې کچې ته رسېدلې او د برېښنا بشپړ تولید بېرته پیل شوی دی.
هغه وویل چې کمپنۍ یې په اوس وخت کې تر ۵۳ مېګاواټه برېښنا هره ورځ افغانستان ته لېږدوي.
افغانستان د اړتیا وړ ډېره برېښنا له تاجکستانه واردوي، خو په روان دوبي کې دغه بهیر له ستونزو سره مخ شوی و.