ولسي جرګه: د افغان حکومت د امنیتي تړون پروګرام د ملېشو جوړولو لپاره بهانه ده

ولسي جرګه

د افغانستان ولسي جرګې د دوبي د رخصتیو تر ختمېدو وروسته د دوشنبې په ورځ خپله لومړنۍ عمومي ناسته ترسره کړه.

په دې ناسته کې وکیلانو د نورو مسایلو ترڅنګ، د امنیتي تړون (امنیتي میثاق) په اړه مخالفت وښود، ټینګار یې وکړ چې په دې نوم ملېشې جوړېږي، خو د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي وايي، ولسي جرګه د امنیتي تړون په اړه عامه پوهاوی او بشپړ معلومات نه‌لري.

د افغانستان ولسي جرګه امنیتي تړون د ملېشو جوړولو لپاره بهانه یاده کړه او له حکومت نه‌یې د امنیتي تړون د څرنګوالي او بودجې په اړه سپیناوی وغوښت.

په ولسي جرګه کې د خلکو استازو د دوشنبې په ورځ (۱۳۹۹ کال د وږې ۱۷) تر یوې نیمې میاشتې رخصتۍ وروسته په خپله لومړنۍ عمومي ناسته کې په دې اړه څرګندونې وکړې.

میر رحمان رحماني

د ولسي جرګې مشر میر رحمن رحماني د وکیلانو تر خبرو وروسته د ناستې نتیجه داسې اعلان کړه: "د امنیتي تړون په اړه چې موخه‌یې ملېشه‌سازي او د امنیتي ځواکونو کارونو کې مداخله ده زه په افغان حکومت غږ کوم چې افغانان له ملېشو جوړونې ښه خاطره نه‌لري، نو باید حکومت امنیتي بنسټونه ځواکمن کړي، نو د داخلي امنیت کمېسیون باید د امنیتي تړون موضوع په جدي توګه وڅېړي او د دوشنبې په ورځ دې د امنیت شورا سلاکار او امنیتي بنسټونو وزیران راوغواړی."

د امنیتي تړون طرحه شااوخوا دوه میاشتې مخکې د افغان حکومت له‌خوا اعلان او پلي کېدو ته وړاندې شوه.

د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي وايي، ولسي جرګه د امنیتي تړون په اړه بشپړ معلومات نه‌لري.

ښاغلي صدیقي د دوشنبې په ورځ کابل کې یوې خبرې ناسته کې وویل، امنیتي تړون د امنیتي ځواکونو سره د مرستې په موخه شوی او موخه‌یې د ترورېستي پېښو او مجرمینو مخه نیول دي.

صدیق صدیقي

ښاغلی صدیقي زیاتوي: "د امنیتي ټړون په اړه چې نن ولسي جرګې خبرې کولې حداقل زموږ برداشت دا و چې د ولسي جرګې غړي اوس هم د دې برنامې د اهدافو څخه پوره اګاهي نه‌لري، هغوی په دې فکر دي چې د دې لپاره به جلا امکانات په نظر کې نیول شوي وي، خو داسې نه‌ده."

بل‌خوا د افغانستان کورنیو چارو وزارت په تېره یوه میاشت کې امنیتي تړون د امنیت ساتنې برخه کې ګټور یادوي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین د دوشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري ناسته کې وویل، کابل کې د امنیتي تړون له پلي کېدو راهیسې ۱۲۷ ترهګر نیول شوي چې ۱۸یې ماین ایښودونکي دي.

د ښاغلي ارین په خبره، دوی په یاده موده کې د ۴۳ مقناطیسي او سړک غاړې ماینونو له چاودېدو هم مخنیوی کړی.

طارق ارین

ښاغلی ارین زیاتوي: "په تېره یوه میاشت کې کابل کې د امنیتي تړون د پلي کېدو په دوام د جرمونو او د جرمي شبکو سره مبارزې برخه کې موږ لاسته راوړنې درلودې، په تېره یوه میاشت کې مو ۴۳ د سړک غاړې او مقناطیسي ماینونه شنډ کړې، ۱۲۷ ترهګر مو نیولي دي چې له دې ډلې ۱۸ کسانو یې ماین ایښودو کې لاس درلود."

خو د ولسي جرګې غړو د کابل سربېره په یو شمېر ولایتونو کې د امنیتي وضعیت د خرابېدو په اړه اندېښنه ښيي، دوی له حکومت نه غواړي چې د لویو ښارونو سربېره د ولسوالیو امنیت ته هم پام وکړي.