د ننګرهار والي له خلکو د اوبو مهارولو کې همکاري وغوښته

د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل

د ننګرهار والي له ولسونو د اوبو په مهارولو کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

ضیاالحق امرخېل چې پرون یکشنبه د اوبو د مدیریت په اړه یوې غونډې ته خبرې کولې، له ولسونو د همکارۍ غوښتنه وکړه.

هغه زیاته کړه: "که تاسو یو چیک ډيم په یوه ښه معیاري بڼه جوړ کړئ، هره ورځ به مو ځمکه خړوبېږي او هم به مو د اوبو زېرمه غني کېږي. دا مو پانګه او پیسې دي. د سېلابونو او اوبو په مخکې ابادي جوړول او په غیر معیاري ډول د غیر پلاني ساحو لاندې کول مو له جدي مشکل سره مخامخوي."د حکومتي سرچینو په حواله، په افغانستان کې هر کال ۷۵ میلیارد متر مکعب اوبه بهېږي، خو یوازې یې ۳۰ فیصده اوبه په هېواد کې دننه کارول کېږي، پاتې اوبه ګاونډیو هېوادونو ته روانې دي.