امرالله صالح: کرام دې ځان محکمه کې بې‌‌ګناه ثابت کړي، نه خپل کلي کې

د افغانستان د فوټبال فدراسیون پخوانی مشر کرام‌الدین کریم

د جمهوري ریاست لومړی مرستیال وايي، د افغانستان د فوټبال فدراسیون پخوانی مشر کرام‌الدین کریم دې ځان په محکمه کې بې‌ګناه ثابت کړي، نه په خپل کلي کې.

امر‌الله صالح تېره شپه د طلوع نیوز جوړ شوي بحث ته وویل، دی هېڅکله د دې پلوي نه‌کوي چې ښاغلي کریم ته له قانونه د تېښتې لار برابره شي.

ده زیاته کړه: "دوسیه ډېره شرموونکې ده. اوس ښاغلی کرام وايي چې دا درواغ دي. زه نه‌شم کولای چې ستا په کلي کې دا درواغ ثابت کړم، خو راشه د محکمې د میلې شا ته ودرېږه او دا تورونه درواغ ثابت کړه. په هغه بڼه چې موږ لاړو د ده پر خلاف مو عملیات وکړل، د بحث وړ موضوع ده."

د کرام‌الدین کریم د نیولو لپاره دوه اوونۍ مخکې په پنجشېر کې پیل شوي عملیات بې‌نتیجې پای ته ورسېدل.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون پخوانی مشر کرام‌الدین کریم چې له څو میاشتو په پنجشېر کې د خلکو له نظره پټ و، تېره جمعه په عام محضر کې راڅرګند شو او ویې‌ویل پر ده لګېدلي تورونه سیاسي انګېزه لري.

د افغان ښځینه فوټبالرانو د جنسي ځورونې د تور تر لګېدو وروسته، د فوټبال نړیوال فدراسیون یا فیفا ورزشي محکمې ښاغلی کریم د ټول عمر لپاره د ورزش له اړوندو فعالیتونو منع کړ.