اسدالله خالد: د سولې په روانو حساسو شرایطو کې جګړه زیاته شوې

اسدالله خالد

د افغانستان د دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد وايي، د سولې په روانو حساسو شرایطو کې نه یوازې دا چې جګړه کمه شوې بلکه نوره هم زیاته شوې ده.

نوموړي نن په لغمان ولایت کې یوې غونډې ته د خپلې وینا پرمهال وویل، د افغانستان دښمنان اوس د یوې سیمې د سقوط توان نه لري.

هغه زیاته کړه: " له بده مرغه په جنګ کې د کموالي تغیر نه ده راغلی خو زیات شوی دی او دلته هم هغه فشارونه چې تاسو دا څور ورځې وینئ، شاید د همدې برنامې یو جز وي چې دښمن غواړي په خبرو کې امتیاز واخلي."

ښاغلی خالد وايي، افغان حکومت تل دې سولې لپاره لومړی ګام پورته کړې خو هغه مقابل لوری دی چې سولې ته خپله ژمنتیا نه ښیي.

د افغانستان د دفاع سرپرست وزیر وايي، اوس مهال افغان پوځیان په فعال دفاعي حالت کې دي او له خپلې خاورې دفاع کوي.

ښاغلی خالد دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې په دې وروستیو کې طالبانو په څو ولایتونو کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی.