کرام الدین کريم: په مشروط ډول محاکمې ته حاضر يم

کرام الدین کريم

افغانستان د فوټبال د فدراسیون پخوانی رئیس کرام الدین کریم، چې په جنسي تېریو تورن دی، وايي چې په مشروط ډول محاکمې ته حاضر دی.

ده نن په پنجشېر کې یوې غونډې ته وویل، محکمې ته چمتو دی خو په کابل کې لویې څارنوالۍ ته ځان نه سپاري بلکې یوې بیطرفه محکمې ته چمتو دی.

هغه وايي کړه: "که چېرته یوه عادلانه محکمه دلته جوړه شي چې تاسو هم یاست او رسنۍ هم وي، مدني ټولنه وي هرڅوک چې غواړي دلته وي، رادې شي محاکمه دې وکړي که زه مجرم وم ولې نه، خو که مجرم نه وم او موضوع سیاسي وي، عقده وي، زور وي دا دې له دې مسالې سره نه غوټه کوي زه یو انسان یم، کورنۍ لرم، ماشومان لرم خپل خپلوان لرم."

هغه زیاته کړه: "له همدې ځایه د افغانستان ټول شریف ملت ته اعلانوم چې مجرم نه یم او که مجرم وم زه حاضریم لاس وپښې تړلی هرې محکمې ته لاړشم، زما دوکیل خبرې واورئ له هغې وروسته تصمیم ونیسئ چې ګنهکار یئ، دخلکو دومره بې خوبه کول، دامنیتي ځواکونو، الوتکو، لسګونو ټانکونو او لسګونو رنجر موټرو راتلل، په څه خاطر؟"

شاوخوا دوې اوونۍ وړاندې امنیتي ځواکونو د ده د نیولو هڅه وکړه خو د سیمې د اوسېدونکو د مخالفت له کبله دا هڅه ناکامه شوه.

د بشري حقونو څار سازمان د کرام‌الدین کریم په نیولو کې د افغان حکومت په ناکامۍ انتقاد وکړ.

د دې سازمان د اسیا برخې مرستیالې پترېشیا ګاسمن له ازادي راډيو سره په ځانګړې مرکه کې وویل د کریم په نیولو کې د حکومت ناکامي دا پيغام رسوي چې دا حکومت د خلکو د ساتنې وس نه‌لري یا نه‌غواړي دا کار وکړي.

هغې زیاته کړه، که حکومت د کریم په نیولو کې پاتې راغلی، نو څنګه د هغو لاسته راوړنو ساتنه کولای شي چې له ۲۰۰۱ کال راهیسې یې کړي.

د کرام الدین کریم مدافع وکیل فرهاد پر کریم لګیدلي تورونه بې بنسټه ګڼي.

هغه زیاته کړه:" دغه نجونې په کابل کې دي، ما ورسره خبرې وکړې، ورته مې وویل چې قضیه څنګه ده؟ دوی وايي، دروغ ده."

د پنجشیر ولایت د عالمانو د شورا رئیس مولوي فضل وهاب چې دغې غونډې ته یې وینا کوله وویل، دوی عدالت غواړي او د داشان قضیو پر وړاندې د حکومت د سیاسي چلند مخالف دي.

د نوموړي په وینا: "د پنجشیر د خلکو دریځ دادی چې موږ عدالت او سم تحقیق غواړو، سیاست ته د داشان مسایلو اړول نه غواړو، که دغه دوسیه د نافذو قوانینو په اساس محکمې ته لاړه شي او یو قاضي چې سواد ولري دا به ونه منې او وبه وايي چې دغه دوسیه نیمګړې ده، تر هغې چې محکمه حکم ونه کړي، شخص محکومېدلی نه شي."

خو افغان حکومت د قضیو پر وړاندې دوه ګونی او سیاسي چلند ردوي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د ویاند مرستیال دواخان مینه پال ازادي رادیو ته وویل: "حکومت له یوې قضېې سره هم سیاسي چلند نه دی کړی له هرې قضېې سره د قانون او قانوني لارو چلند کړی او طی کړي يې دي."

د فوټبال د نړیوال فدراسیون (فیفا) اخلاقي کمېټې د تېر کال په جون میاشت کې پر کرام الدین کریم تور پورې کړ چې په فرانسه کې يې د نړیوال جام سیالیو پر مهال د افغان فوټبال ښځینه لوبغاړې په جنسي توګه ځورولي.

د جولای په ۱۴ د جنسي تېري او له خپل مقامه د ناوړه استفادې په خاطر د بندیز د لېرې کېدو لپاره د کرام الدین کریم د استېناف غوښتنه رد شوه.

د فوټبال نړیوال فدراسیون فیفا د ۲۰۱۹ په جون کې کریم د تل لپاره د فوټبال په فدراسیون کې له دندې محروم کړ او نژدې یو میلیون ډالره یې جریمه کړ.

کرام الدین کریم له هماغه وخته په پنجشېر کې پټ دی.