بې سرپناه معتادین: موږ د نورو پاتې شوني خواړه خورو

ارشیف

د عامې روغتیا وزارت وايي چې، معتادین د غیر صحي خوړو له امله په بېلا بېلو ناروغیو اخته او ځينې يې مړه کېږي.

ډېری بې سرپناه او بېوزله معتادین د ښار د کوڅو او سړکونو پر ډېرانونو باندې په خوړو پسې ګرځي چې دا خواړه د دوی لپاره د نشه يي موادو غوندې خطرناک او آن دا چې د دوی د مړیني لامل ګرځي.

د ابراهیم په نوم یو معتاد چې له چټلیو څخه بوتلونه او پلاستیکي شیان را ټولوي وايي چې، د نورو پاته شونو خوړو په ګڼو ناروغیو باندې اخته کړی دی.

هغه زیاتوي: " څو ورځې مخکې مې د خلکو پاته شوني خواړه وخوړل، حالت مې ډېر خراب شو، معدې مې درد کاوه، بيا مې درمل وخوړل ښه شوم."

معتادین د وسپنې قطۍ او پلاسټیکي شیان خرڅوي او بيا په دې پیسو نشه يي مواد را نیسي، دوی دومره پیسې نه لري چې خواړه پرې واخلي، ځکه نو د ښار ډېرانونه د دوی د خوړو مهمه سرچینه ده.

د نذیر کاکا په نوم یو معتاد دی وايي چې، ده څو داسې معتادین ملګري ليدلي چې د چټلو خوړو له امله د ده په مخ کې مړه شوي دي.

نوموړی زیاتوي: " زما ملګري د خلکو پاته شوني خواړه خوري، ډېری یې ناروغان او یا مړه کېږي. چټل خواړه دوی ته د ویني اسهال پیدا کوي. دوی چې کله ناروغان شي ډاکټر ته نه ځي، له همدې امله ډېری يې مړه کېږي."

خلک خپل پاته شوني خواړه په پلاسټیکي کڅوړو کې اچوي چې د ډاکټرانو په وينا، په پلاستیکي کڅوړو کې د خوړو پاته کېدل خواړه خرابوي او د دې تر څنګ د سرطانونو او نورو خطرناکو ناروغيو لامل هم کېږي.

ډاکټر بریالی میوندوال وايي چې، غیر صحي خواړه بېلا بېلو ناروغیو ته زمینه برابروي او انسانان وژني. میوندوال زیاتوي: " چټل خواړه انسان ته اسهال پیدا کوي، خوا یې ګرځي، د وخت په تېرېدو سره یې د بدن اوبه کمېږي، وروسته شاک ته ځي او بې سده کېږي."

د عامې روغتیا وزارت د نشه يي موادو د غوښتنې کمولو ریاست د څښلو پاکو اوبو او خوړو ته د معتادینو نه لاسرسی د مړيني ستر عامل بولي.

د دې ریاست مرستیال ډاکټر عبدالشکور حیدري وايي چې د دې خلکو ډېری برخه بې سرپناه او بېوزله معتادین دي. حیدري وویل: " زموږ راپورونه ښيي چې په بې سرپناه معتادینو کې د مړیني لومړی دلیل غیر صحي اوبه او خواړه دي، معتادين دا چټل خواړه د سړکونو او کوڅو له ډېرانونو څخه راټولوي. د دوی د څښلو اوبه او خواړه په بېلا بېلو ناروغیو ککړ دي، ځکه نو د دوی د مړینې لامل ګرځي."

ډاکټران وايي چې د روغو کسانو په پرتله د معتادینو د بدن مقاومت کمزوری دی، ځکه نو دوی ژر په ناروغیو اخته کېږي، خو که پر خپل وخت ډاکټر ته ولاړ نه شي، د مړيني امکان يې ډېر دی.

راپور: فرید حلیمي

د غږیزې بڼې لپاره لاندې لینک کېکاږئ:

د معتادینو د سرپنا نشتون په اړه فیچر

پاکو اوبو ته د معتادینو نه لاسرسي په اړه راپور