کرونا ویروس ټوله نړۍ کې نږدې ۷۰۰۰ روغتیايي کارکوونکي وژلي

آرشیف،

د بخښنې نړیوال سازمان وایي، په ټوله نړۍ کې شاوخوا اووه زره روغتیایي کارکوونکي د کرونا له امله مړه شوي دي.

دغه سازمان وایي، دا وضعیت جوتوي، چې له کرونا ویروس سره د مبارزې پر لومړۍ کرښه دغه مبارزین د خوندیتوب وسایلو ته څومره اړ دي.

د دغه سازمان د اقتصاد او ټولنیز عدالت مشر سټیف کاکبرن ویلي: "هر روغتیایي کارکوونکی حق لري چې د کار پر مهال خوندي وي، دا که دا کسان د کار پر مهال مري، دا یوه بدنامي ده."

مکسیکو، برازیل او امریکا هغه هېوادونه بلل شوي چې د روغتیایي کارکوونکو ډېره مړینه په کې ثبت شوې.

د بخښنې نړیوال سازمان چې مرکز یې په لندن کې دی، د روغتیایي کارکوونکو او د روغتیایي بنسټونو د پاککارانو د ساتنې لپاره د نړیوالې همکارۍ غوښتنه کړې ده.

په نړۍ کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر تر ۲۶ میلیونو اوښتی دی.