امریکا پر ۱۱ بهرنیو کمپنیو بندیزونه ولګول

د امریکا بیرغ

د امریکا متحده ایالاتو پر یوولسو بهرنیو کمپنیو له دې کبله بندیز ولګاوه چې ګواکې د امریکا د بندیزونو پر خلاف یې د ایران د تېلو او پتروشیمي تولیداتو په صادرولو کې یې مرسته کړې وه.

د امریکا د خزانې وزارت د پنجشنبې په ورځ وویل چې دا بندیزونه پر هغو شپږو کمپنیو چې په ایران، عربي متحده اماراتو او چین کې دي لګول شوي دي.

متحده ایالات وایې د ایران د پټرولیم شرکت د دې هېواد د رژیم یوه عمده عایداتي سرچینه ده چې د دوی په خبره تروریزم او په منځني ختیځ کې نورې بې ثباتۍ پرې تمویلېږي.

دغو شپږو کمپنیو په هانګ کانګ کې مېشت له تریلاینس پتروشیمي شرکت سره، د ایران د پتروشیمي موادو د انتقال او پلورلو زمینه برابره کړې.

د امریکا متحده ایالاتو په جنورۍ کې دا شرکت په تور لېست کې شامل کړی وو.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم پر نورو پنځو کمپنیو د ایران د پتروشیمې موادو او تېلو د معاملو اړوند تورونو له کبله بندیزونه لګولي دي.

د دغو کمپنیو پر درېیو اجرائیوي مشرانو هم بندیزونه لګول شوي.

ایران تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.