ملګري ملتونه: لیبیا کې د رقیبو خواوو بهرنیو پلویانو پر وسلو نړیوال بندیز مات کړی

ارشیف

په لیبیا کې د ملګرو ملتونو استازې، سټفاني ویلیمز ویلي چې په لیبیا کې د رقیبو خواوو بهرنیو پلویانو په هغه هېواد کې پر وسلو نړیوال بندیز مات کړی دی.

هغې ویلي چې هغوی نه‌یوازې دا چې بندیز یې مات کړی، لیبیا ته‌یې د وسلو انتقال هم ګړندی کړی دی.

خو د لیبیا په ختیځ کې د قوماندان حفتر ډله واکمنه ده.

سټفاني ویلیمز پرون (د سپټمبر په دوهمه) امنیت شورا ته وویل چې په لیبیا کې پر وسلو د نړیوال بندیز ماتول هلته روان بحران لا زیات کړی او د لیبیا د خاورې پر بشپړتیا او ملي حاکمیت په زغرده تېری ګڼل کېږي.

سټفاني ویلیمز

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش وروستی وار د جولای په اتمه د لیبیا د وضعیت په اړه د دې سازمان د امنیت شورا ته خبرې وکړې.

ویلیمز پرون وویل، له هغه راهیسې چې د خلیفه حفتر د وسله‌والو د ملاتړ لپاره د لیبیا د ختیځ په هوایي ډګرونو کې د وسلو ۷۰ الوتکې کېناستې د وسلو ۳ بار وړونکې بېړۍ د لیبیا په ختیځ کې سواحلو ته رسېدلې دي.

د سټفاني ویلیمز په وینا، په دې موده کې په طرابلس کې د حکومت پلویانو وسله‌و‌الو ته چې د ملګرو ملتونو سازمان په رسمیت پېژندلی، ۳۰ الوتکې وسلې او ۹ بار وړونکې بېړۍ د لیبیا د لوېدیځ سواحلو ته رسېدلې دي.

په لیبیا کې د ملګرو ملتونو استازې همداراز وویل چې په هغه هېواد کې د بهرنیو مېشنري یا اجیرو وسله‌والو او نورو بهرنیو ډلو د فعالیت په اړه راپورونه هم په دوامدار ډول ورته رسېږي. په لیبیا کې د معمر القذافي حکومت په ۲۰۱۱ میلادي کال کې د خلکو د عمومي پاڅون په پایله کې ړنګ شو.

له هغه راهیسې، رقیبې وسله‌والې ډلې په خپلو کې په جګړه بوختې دي. په لیبیا کې روانې کورنۍ جګړې د هغه هېواد خلکو او بنیادي تأسیساتو ته سخت زیات تاوان رسولی دی.

د لیبیا سرتېري

د امریکا متحده ایالات، روسیه، متحده عربي امارات، مصر او ترکیه په لیبیا کې د بېلابېلو خواوو ملاتړ کوي.

د ملګرو ملتونو سازمان او یو شمېر عربي هېوادونه په طرابلس کې حکومت په رسمیت پېژني.

روسیه په ځانګړي ډول د لیبیا په ختیځ کې د خلیفه حفتر وسله‌والو ته چې د (لیبیا ملي پوځ) په نوم فعالیت کوي، په طرابلس کې د حکومت پر ضد د جګړې لپاره مرستې کوي.

خو په ملګرو ملتونو کې د روسیې استازي، په لیبیا کې د خپل هېواد د مداخلې ټول راپورونه رد کړي دي.