د افغانستان صادرات ۲۸ سلنه کم شوي

ارشیف

د افغانستان صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د افغانستان صادرات د تېر کال د شپږو میاشتو په پرتله ۲۸ سلنه کم شوي دي.

د دې وزارت ویاند جواد دبیر نن ازادي راډيو ته وویل چې د افغانستان صادرات د کرونا ویروس خپرېدو له امله کم شوي و.

هغه زیاته کړه: "په ټوله کې زموږ صادرات کم شوي و. په دې شپږو میاشتو کې غالۍ، مرمر ډبرې، ډبرو سکاره او وچه مېوه په کمه کچه صادر شوي و، خو د وخت په تېرېدو زموږ صادرات عادي حالت ته ګرځېدلي دي."

ښاغلي دبیر زیاته کړه، په یاده موده کې د افغانستان واردات هم ۲۳ سلنه کم شوي و، خو په خبره‌یې اوس د افغانستان صادرات او واردات عادي حالت ته ګرځېدلي دي.