'د طالبانو ۶ بحث پاروونکي زندانیان قطر ته لېږدول کېږي'

ارشیف، ازاد شوي طالب بندیان

په افغان حکومت کې یوه باخبره سرچینه چې د موضوع د حساسیت له امله نه‌غواړي نوم‌یې واخیستل شي ازادي راډیو ته وايي چې د طالبانو ۶ بحث پاروونکي زندانیان چې فرانسې او استرالیا یې له خوشې کېدو سره مخالفت ښودلی، قطر ته لېږدول کېږي او د امریکا تر نظارت لاندې به وي.

سرچینه زیاتوي چې دا ۶ تنه به د افغانستان، فرانسې او استرالیا له هوکړې وروسته بېرته افغانستان ته راولېږدول او خوشې شي.

سرچینه وايي چې د دغو ۶ زندانیانو د لېږدولو او ازادولو د څرنګوالي پر جزئیاتو کار روان دی.

فرانسې او استرالیا د دغو کسانو له ازادۍ سره مخالفت درلود. دغو هېوادونو د خپل مخالفت لامل د خپلو وګړو په مړینه کې د دوی لاس لرل یاد کړي دي.