د جنایي جرمونو نړیوالې محکمې پر خپلو څارنوالو د امریکا بندیزونه وغندل

ارشیف

د جنایي جرمونو نړیوالې محکمې د امریکا هغه اقدام غندلی چې د دې محکمې پر څو څارنوالو یې بندیزونه لګولي دي.

د جنایي جرمونو نړیوالې محکمې (ای سي سي) په یوه بیان کې دغه اقدام پر نړیوال عدالت او د قانون پر واکمنۍ برید بللی دی.

د امریکا متحده ایالاتو، پر څارنوالې فاتو بنسودا چې په افغانستان کې یې له ادعا سره سم د امریکایي سرتېرو د سرغړونو د تحقیقاتو هڅه کوله، بندیزونه ولګول.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو د چهارشنبې په ورځ د دې بندیزونو په لېست کې یو بل څارنوال هم ورزیات کړ.

ښاغلي پومپیو وویل: "نن یو بل ګام اخلو. ځکه چې متأسفانه د جرمونو نړیواله محکمه په دوامدار ډول امریکایان په نښه کوي. د ۱۳،۹۲۸ اجرائیوي امر په تعقیب متحد ایالات به د (ای سي سي) څارنواله فاتو بنسودا او د (ای سي سي) د قضایي چارو د همکارۍ د څانګې مشر فاکیسو موچاچوکو چې له بنسودا سره‌یې مرسته کړې ده، یوځای کړي."

ښاغلي پومپیو زیاته کړه چې پر هغو کسانو به هم د متحده ایالاتو د ویزو پر ورکړه بندیز ولګول شي چې له بنسودا یا موچاچوکو سره‌یې د پوځيانو د تحقیقاتو په قضیه کې همکاري کړې ده.