د ټرمپ اداره د روغتیا نړیوال سازمان ته پور نه‌ورکوي

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ اداره وایي چې د روغتیا نړیوال سازمان ته به څه باندې ۶۰ میلیونه ډالره پور ورنه‌کړي او پر ځای به‌یې دغې پیسې د ملګرو ملتونو له نورو ادارو سره مرسته وکړي.

دغه اعلان پرون یوه ورځ وروسته له هغې وشو چې سپینې ماڼۍ اعلان کړه چې متحده ایالات به د روغتیا نړیوال سازمان په هغې پروژه کې ګډون ونه‌کړي چې د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ پر ضد د واکسین جوړولو چارې مخ ته وړي.

د روغتیا پر نړیوال سازمان د مالي مرستو د بندولو وروستی اقدام د ولسمشر ټرمپ د هغو هڅو یوه برخه ده چې غواړي له دغه سازمانه د کرونا ویروس په وړاندې د اقداماتو په خاطر ووځي. ټرمپ دغه سازمان تورن کړی چې ډېر د چین تر نفوذ لاندې دی.