ملګري ملتونه: لیبیا ته د وسلو رسولو بهیر ګړندی شوی

ارشیف، د خلیفه حفتر د قوماندې لاندې د لیبا ملي اردو

د لیبیا لپاره د ملګرو ملتونو جګپوړې چارواکې وایي، هغو بهرنیانو چې په لیبیا کې د سیالو حکومتونو ملاتړ کوي، پر وسلو د نړیوال بندیز څخه پر سرغړونه خپلو ملاتړو ته د وسلو رسولو بهیر ګړندی کړی دی.

سټیفاني ویلیامز پرون د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وویل چې دغو وسلو جګړې لاسختې کړي او هغه د لیبیا پر ملي حاکمیت تېری او پر وسلو د ملګرو ملتونو له لګول شوي بندیز څخه ښکاره سرغړونه ده.

هغې وویل، د جولای له اتمې راهیسې له کله چې وروستي ځل د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د لیبیا د وضعیت په اړه معلومات ورکړل، پر وسلو بار شااوخوا ۷۰ الوتکې د لیبیا په ختیځو هوایي ډګرونو کې راکوزې شوې او په ختیځ کې هم پر وسلو بار درې کښتیو کې ځواکمن قوماندان خلیفه حفتر ته وسلې رسول شوې دي.

نوموړې دغه‌راز وویل چې په دې موده کې د لیبیا لوېدیځ ته په طرابلس کې واکمن د ملګرو ملتونو له‌خوا په رسمیت پېژندل شوي حکومت ته هم په ۳۰ الوتکو کې وسلې انتقال شوې دي.

د امریکا، روسیې، مصر او ترکیې په ګډون یو شمېر هېوادونه په لیبیا کې د بېلابېلو ډلو ملاتړ کوي.