نورستاني په امریکا کې په ۳ کاله تعلیقي حبس او ۶ میاشتې نظربند محکوم شو

افغان سیاستوال احمد یوسف نورستاني

د افغانستان د بیارغونې لپاره د متحده ایالاتو سرمفتش جان سوپکو پرون وویل چې پېژندل شوی افغان سیاستوال احمد یوسف نورستاني د دوشنبې په ورځ د امریکا یوې فدرال محکمې په درې کاله تعلیقي حبس او په خپل کور کې په شپږ میاشتې نظربند محکوم کړ.

د سیګار په اعلامیه کې راغلي دي چې ښاغلي نورستاني د ۲۰۱۹ کال د ډسمبر په ۱۱مه اعتراف کړی دی چې یو لک ډالره امتیازات‌یې په امریکا کې له ۲۰۱۵ کاله تر ۲۰۱۸ پورې د اقامت پر مهال په پټه اخیستي دي.

جان سوپکو وایي، د افغانستان ولسمشر اشرف غني د ۲۰۱۸ کال په سپټمبر کې نورستاني د مشرانو جرګې غړی کړ او نورستاني چې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د مشرۍ په څېر سترې څوکۍ لرلې په ورته وخت کې یې په امریکا کې د اوسېدو سند اخیستی و او هلته‌یې مالي امتیازات ترلاسه کول.