امریکا د جنایي جرمونو نړیوالې محکمې پر څارنوالې بندیزونه ولګول

فاتو بنسودا

د امریکا متحده ایالاتو د جنایي جرمونو د نړیوالې محکمې (ای.سي.سي) پر څارنوالې فاتو بنسودا چې په افغانستان کې یې له ادعا سره سم د امریکایي سرتېرو د سرغړونو د تحقیقاتو هڅه کوله، بندیزونه ولګول.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو د چهارشنبې په ورځ د دې بندیزونو په لېست کې یو بل څارنوال هم ورزیات کړ.

هغه زیاته کړه: "نن یو بل ګام اخلو. ځکه چې متأسفانه د جرمونو نړیواله محکمه په دوامدار ډول امریکایان په نښه کوي. د ۱۳،۹۲۸ اجرائیوي امر په تعقیب متحده ایالات به د (ای.سي.سي) څارنواله فاتو بنسودا او د (ای.سي.سي) د قضایي چارو د همکارۍ د څانګې مشر فاکیسو موچاچوکو چې له بنسودا سره‌یې مرسته کړې ده یوځای کړي."

ښاغلي پومپیو زیاته کړه چې پر هغو کسانو به هم د متحده ایالاتو د ویزو پر ورکړه بندیز ولګول شي چې له بنسودا یا موچاچوکو سره‌یې د پوځيانو د تحقیقاتو په قضیه کې همکاري کړې ده.