محمد اشرف غني د سولې له افغان مرکچي پلاوي سره ولیدل

له افغان مرکچي پلاوي سره د ولسمشر غني لیدنه

د افغانستان ولسمشر نن د دولت د سولې مرکچي پلاوي سره دوحې ته تر سفر دمخه ولیدل.

د ملي مصالحې عالي شورا وایي ښایي تر سبا به افغان مذاکراتي ټيم د قطر پلازمېنې دوحې ته سفر وکړي.

د ارګ په یوې اعلامیه کې راغلي چې ولسمشر غني، د ملي مصالحې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله او مرکچي پلاوي ته ویلي چې د دولت پلاوی د ټول افغانستان د خلکو استازیتوب کوي.

د دغې شورا ویاند فریدون خوځون نن چهارشنبه ازادي راديو ته وویل چې له تېرو دوو ورځو راهیسې د پاته طالب بندیانو د خوشې کېدو چارې پیل شوې دي او د ده په خبره ښایي تر نن ماښام پورې دا لړۍ بشپړه شي.

د خوځون په خبره د دې مذاکراتو پر وړاندې نور هېڅ پلمه نه‌شته.

ښاغلی خوځون زیاتوي: "مذاکره کوونکی هیئت او تخنیکي ټیم چمتو دی چې دوی ممکن نن ماښام نا وخته او یا سبا سهار دوحې ته سفر وکړي. هیئت مکمل ځي."

ښاغلي خوځون د موضوع د حساسیت له کبله د دغو مذاکراتو د اجنډا په اړه نور جزئیات ورنه‌کړل، خو ویې‌ویل چې اوربند به د دې خبرو یوه له مهمو بحثونو وي.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین هم نن په تازه څرګندونو کې ازادي راډیو ته خپل پخوانی دریځ تکرار کړ چې د بندیانو په خوشې کېدو سره‌یې دا ډله خبرو ته چمتو ده.